د بريتانيا پارلمان ته څېرمه يو کس نيول شوی

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا پارلمان ته څېرمه سړک نه یو ځوان سړی نیول شوی دی، چې چاکوګان ورسره وو. ویل کېږي پولیسو دغه سړي له استخباراتي معلوماتو وروسته نیولی دی.
د یوه عیني شاهد په خبره پر ځمکه یې دوه پراته چاکوګان لیدلي دي. پولیس وايي پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلي او دغه مشکوک سړی د لندن سویل یوه پولیس مرکز ته لېږدول شوی دی.
د پولیسو خبرپاڼه کې راغلي: دغه سړی د ترهګریز فعالیت شکونو او وسلې ساتلو له کبله مشکوک بلل شوی دی او نیول شوی دی.
له ده نه چاکوګان هم نیول شوي دي. پولیسو ویلي د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکي له دغه سړي نه پوښتنې ګروېږنې کوي. عیني شاهدان وايي، پولیسو یو سړی د پارلمان ودانۍ ته څېرمه پر ځمکه څملاوه او لاسونه یې وروتړل.

عیني شاهدانو دا هم ویلي، چې نیول شوی سړی ارام و او د نیول کېدو پر مهال یې شور نه کاوه. د بي بي سي کورنیو چارو خبریال جون کیلي وايي، داسې باور کېږي، چې دغه سړی د سکاټلنډ یارډ پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې له لوري د روانو عملیاتو لړ کې نیول شوی دی.
بل لور ته د بریتانیا لومړۍ وزیرې دفتر ویاندې هم ویلي، چې دا د پولیسو روان عملیات دي او دوی یې څاري.







