بریتانیا پارلمان له وخته مخکې ټاکنې تایید کړې

ټېرېزا مې

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ټېرېزا مې وايي، د خپل هېواد پر خلکو باوري ده او غواړي 'هغوی هم پرې باور وکړي'

د بریتانیا پارلمان د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې د نویو ټاکنو پرېکړه د رایو په اکثریت منلې ده. د دغې پرېکړې تایید لپاره ۵۲۲ او مخالفت کې یې یوازې ۱۳ رایې ورکړل شوې دي.

د بریتانیا قانون له مخې له وخته مخکې د ټاکنو لپاره له پارلمانه باید دوه په دریمه برخه رایه واخیستل شي.

لومړۍ وزیرې مې ویلي، له نویو ټاکنو سره به له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو خبرو او د بریتانیا راتلونکي په اړه د بې باوري له منځه وړلو کې مرسته وشي.

د جون اتمې دغو ټاکنو کې به ټېریزا مې له جیرمي کوربن سره سیالي کوي. لومړۍ وزیرې له دې مخکې ویلي و، چې له ټاکنو مخکې به ټلویزیوني مناظرو کې برخه نه اخلي.

د سکاټلنډ ملي ګوند او لبرال دیموکراتانو د نوموړې دغه پرېکړه غندلې ده. د کارګر ګوند پارلمان غړي ګریم سټرنګر له وخته مخکې د ټاکنو مخالفت کړی. هغه وايي ګوند یې د واکمن ټوري ګوند په اکثریت ډېرولو کې د 'ټېرېزا مې جال کې نښتی '

هغه وایی:

''زه د محافظه کار ګوند اکثریت زیاتولو لپاره د ټېرېزا مې له منافقته ډک چل ول لپاره رایې نه شم ورکولای "

بل لور ته د کارګر ګوند مشر جرمي کوربن ټاکنیز کمپاین پیل کړی دی.

نوموړی وايي داسې یو حکومت غواړي، چې په کې د کارګرانو حقونو ته پام وشي، خلک د بېړنیزو طبي خدمتونو لپاره تر ساعتونو پورې کتارونو کې انتظار و نه کړي او ښوونځیو ته اړین وسایل ورکړل شي.

جیرمي کوربن

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، لیبرګوند مشر جیرمي کوربن خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړی

نوموړي د کمپاین د پیل په توګه ویلي ' همدا د محافظه کار او کارګر ګوندونو تر منځ توپیر دی. '

د تېر کال جولای کې د لومړۍ وزیرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته څو ځلې ټېریزا مې ویلي، چې له ۲۰۲۰ مخکې د ټولټاکنو پلوي نه ده، خو له بي بي سي سره خبرو کې هغې ویلي ''هېڅ سیاستوال یوازې د ټاکنو لپاره ټاکنې نه غواړي او داسې کولو کې خطرونه هم شته. '' هغې ویلي د بریتانیا پر خلکو باور کوي او په خبره یې "غواړم دوی هم پر ما باور وکړي "

نوموړې ویلي تل باوري وه، چې له اروپايي ټولنې د وتلو دوه کلن بهیر ته او له هغه وروسته پر نوي لور د بریتانیا بیولو لپاره پیاوړي مشرتابه ته اړتیا ده.