د بریتانیا لومړۍ وزیره له وخته مخکې پارلماني ټاکنې غواړي

د عکس سرچینه، .
د بریتانیا لومړۍ وزیره تیرېزا مې د جون پر اتمه ژر د پارلماني ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کړې. نوموړې وايي، د بریتایا ملي ګټې د ټاکنو ترسره کېدل غواړي.
هغې له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو ته په اشارې سره ویلي، اجازه به ورنه کړي چې محافظه کاره سیال ګوندونه له اروپايي ټولنې نه د وتلو په تړاو خبرو کې د دولت دریځ کمزوری کړي.
تر اوسه کارګر ګوند - چې بریتانیا کې تر ټولو لوی مخالف ګوند دی - په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تېرېزا مې ویلي: "د راتلونکو کلونو د امنیت او ټیکاو د خوندیتوب لپاره یوازېنۍ لار اوس ټاکنې ترسره کول دي."
اغلې مې به د بریتانیا له پارلمان نه په وړاندیز شوې نېټې د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو د رای اچونې غوښتنه وکړي.
وړاندې د بریتانیا لومړۍ وزیرې ویلي وو، ټاکنې به تر خپلې عادي نېټې ۲۰۲۰ نه وړاندې نه ترسره کېږي.
د بریتانیا د عمومي ټاکنو ترسره کېدو نېټه - د پارلمان د فرمان له مخې - په هرو پنځو کلونو کې د مې میاشتې پر لومړۍ پنجشنبې ټاکل کېږي.
خو که د پارلمان درې برخې غړي د ټاکنو د نېټې ملاتړ وکړي، مې کولای شي چې تر وخت وړاندې ټاکنې اعلان کړي.
د مخالف ګوند مشر جیرمي کوربن ویلي، دا ډول فرمان به تایید کړي.
د عمومي ټولپوښتنې له مخې، پر کارګر ګوند د واکمن محافظه کار ګوند ملاتړي په ډېرېدو دي.








