لندن کې پر کډوال د بريد په تړاو شپږ تنه نيول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د لندن پوليسو د دغه ښار په جنوب کې پر کډوال او د ه پر دوو ملګرو د بريد په تړاو شپږ تنه نيولي دي.
پر دغو کسانو تور دی چې يو ۱۷ کلن ايرانی کردی او د ده دوه ملګري يې وهلي دي.
دغه زلمی له دوو نورو ملګرو سره کراېډون سیمه کې د بسونو تم ځای کې ولاړ وو، چې اتو ځوانانو پرې ګوزارونه وکړل.
ویل کېږي بریدګرو پر دغه زلمي له فزیکي برید مخکې له هغه پوښتنه کړې وه، چې د کوم هېواد اوسېدونکی دی.
پولیس وايي د هلک سر سخت ټپي شوی دی او وينه يې مغزو ته تللې ده. د دغه زلمي دوه نور ملګري هم برسېرن ټپيان شوي.
پولیس دغه موضوع د کرکې پېښې په توګه څېړي.
پوليس وايي تراوسه يې د دې پېښې په تړاو څلور نارينه او دوې ښځې نيولې دي.
برتيا کې د کارګر ګوند مشر جرمي کوربن د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او دغه کس ته يې د بشپړې روغتيا غوښتنه کړې.
عيني شاهدان وايي له ۲۰ تر ۳۰ تنه د شپې کلب مخې ته راغونډ شوي وو چې ځينې يې بريدګر او يو شمېر يې ليدو ته ولاړ وو.









