تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسه کې یو پولیس په ډزو وژل شوی دی
د فرانسې پلازمېنه پاریس کې پولیس وايي، د دغه ښار مرکزي برخه کې یو پولیس افسر په ډزو وژل شوی دی.
رپوټونو کې ویل شوي چې هغه سړی وژل شوی دی، چې پر پولیسو یې ډزې کړې دي. شانزې لېزې سیمه چې دغه پېښه کې رامنځته شوې، پولیسو کلابند کړې ده.
پېښه داسې مهال شوې، چې د فرانسې ولسمشرۍ کاندیدانو د یکشنبې ورځې له ټاکنو مخکې د وروستیو ټلویزیوني ویناګانو لپاره چمتوالی کاوه.
چارواکو د ترهګرۍ پېښې په تړاو څېړنه پیل کړې ده. د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویندوی پیير هینري براندیت، د فرانسې بي ایف ایم ټي وي خبرې شبکې ته ویلي، پر پولیس افسر مخامخ ډزې شوې دي.
د فرانسې له پلازمېنې د بي بي سي خبریال هیو اسکوفیلد ویلي، د پراخ نړیوال شهرت او خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله له مخکې داسې وېره څرګندیده، چې ښايي دغه سیمه په نښه شي.
لي پاریسین ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې وسله وال برید ګر د اتومات وسلې په وسیله په ځوابي ډزو کې له وژل کېدو مخکې د پولیسو پر پلي ګزمې ډزې کړې.
د بي بي سي خبریال وایي، پولیسو شانزې لېزې سیمه له سیلانیانو او اوسېدونکو تشه کړې ده او د پولیسو ګڼ ګاډي په سیمه کې لیدل کېږي. له ځايي مهال سره سم نژدې نهه بجې سیمه کې ډزې واورېدل شوې.
فرانسه کې د یکشنبې پر ورځ د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو پیلېږي. په دغه هېواد کې د اسلامي دولت نومې ډلې له لوري د یو شمېر بریدونو له منلو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې سخت دریځي مهمه موضوع بلل کېږي.