تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سويډن کې لارۍ پر پلورنځي ورغلې، څلور کسان وژل شوي
د سویډن پولیسو په وینا د دغه هېواد پلازمېنې سټاکهوم په مرکزي برخه کې یوه لارۍ پر یوه پلورنځي ورغلې، چې پایله کې یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
له دې مخکې د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.
د سویډن پولیسو په وینا یو شمېر کسان پېښه کې ټپیان شوي دي.
د سویډن لومړي وزیر سټافان لوفوین ویلي، پر هېواد یې برید شوی دی او په وینا ټول شواهد ښيي، چې دا یوه ترهګریزه کړنه وه.
پېښه له ځايي مهال سره سم له ماسپښین درېیو بجو لږ مخکې په دروټنینګاټن 'کوین سټریټ ' سیمه کې شوې، چې د پلي خلکو د تګ راتګ لویه لاره ده.
عیني شاهدانو ځايي رسنیو ته ویلي یوه لارۍ یې ولیده، چې د یوه لوی پلورنځي پر کړکۍ ورغله او وايي دوی پر ځمکه پراته خلک هم لیدلي.
د بي بي سي خبریال فرانک ګارډنر د امنیتي سرچینو له قوله وايي، چې د ښار یوه بله برخه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه دواړه پېښې سره تړلې دي که نه.
د پلورنځي یوه کارکونکي د سویډن دولتي ټلویزیون 'ایس وې ټي ' ته ویلي:
''ډېره ګډوډي ده، زه هېڅ نه پوهېږم څومره کسان ټپیان دي. ډېر خلک هک حیران پاتې دي. ''
ويل کېږي په دغه پېښه کې يو شمېر کسان ټپيان شوی هم دی.
په دې اړه نور جزيات لږ وروسته