تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه مېړه او مېرمن نیول شوي، چې د ماشوم پلورلو هڅه یې کوله
د امریکا ټینیسي ایالت کې هغه جوړه پولیسو نیولې، چې هڅه یې کوله خپل پنځه میاشتنی ماشوم د دریو زرو ډالرو بدل کې وپلوري.
دغه مېرمن ۳۷ کلنه ډیانا ګریر او ميړه یې ۲۶ کلن جان ډېوېډ کین دي، چې ویل کېږي هڅه یې کوله د انلاین ویبپاڼې کریګز لیسټ له لارې خپل ماشوم هغه پولیس افسر ته وپلوري، چې ملکي کالي یې اغوستي وو.
دغه کسان به د دوشنبې پر ورځ محکمې ته وړاندې کړل شي. یوې بلې جوړې د پولیسو ځايي مرکز ته د دوی له لوري د ماشوم پلورلو اعلان په تړاو معلومات ورکړي وو.
د پولیسو ځايي مشر پیټ هینکرز ویلي، یوه پولیس افسر ملکي کالیو کې دوی سره اړیکه ټینګه کړه او له ښاره لرې یې یوه ځای کې د ماشوم مشتري په توګه ورسره ولیدل.
ګرین ولسن نومې ورځپاڼې کې نوموړي ویلي:
'تاسې باور کولای شئ، چې موږ یو ماشوم د پېسو بدل کې اخیستی دی، دې سره زما زړه مات شوی دی. '
د پولیسو په خبره دغه ماشوم حکومت سره دی.