تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حسني مبارک د لاریونوالو د وژنې دوسیه کې بري شو
د مصر استیناف محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر حسني مبارک د لاریون کوونکو د وژنې په اوږده قضیه کې بري کړ.
دغه مظاهرې په ۲۰۱۱ کال شوې وې، چې په پایله کې یې نوموړی له واک هم لرې شو.
دا قضايي بهير په مصر کې د "پېړۍ محاکمه" نومول شوې، ځکه دغه راز يوه پېښه چې يو پياوړى واکمن دې نسکور او دې ته اړ شی چې د قاضي په وړاندې ورباندې لگېدلو تورونو ته ځواب ووايي د مصر په تاريخ کې بې سارې و.
پر حسني مبارک تور و چې په ٢٠١١ م کال کې پوليسو ته یې پر هغو پاڅونيانو د ډزو لارښوونه کړې وه چې د نوموړي د واکمنۍ پر ضد را پورته شوي وو.
حسني مبارک همداراز اسراييلو ته په ټيټه بيه د مصر د غازو پر پلور او فساد تورن شوى و.
محکمې نوموړى په ٢٠١٢ م کال کې د پاڅونيانو د وژلو په تور پړ وپېژند او ورته د عمر بند سزا واورول شوه.
خو ښاغلي مبارک چې دا تورونه يې نه منل د استيناف غوښتنه وکړه.
که څه هم ډېرى مصريان اوس د خپل هېواد روان اقتصادي او ټولنيز حالت د ښاغلي مبارک د واکمنۍ د مهال په پرتله بد بولي بيا هم د محکمې له لوري له ټولو تورونو د نوموړي د سپينېدا خبر بېلابېل غبرگونونه را پارولي دي.
د قاهرې اوسېدونکى محمود مجدي د محکمې پرېکړه د عدالت نه پلي کېدل بولي
" زه د دغې پرېکړې پر څرنگوالي نه پوهېږم. او يا دا چې ولې هغه سپين شو. زه پر چا شک هم نه کوم. خو دومره وايم چې نړۍ په سمه نه ده روانه. هغو کسانو چې پاڅون وکړ اوس په زندان کې دي، او د هغو په وړاندې چې پاڅون وشو هغو يې ټول پرېښوول شول. ټوله نړۍ سرچپه ده."
خو د دغه ښار بل اوسېدونکي کريم حسين بيا د داسې يوې پرېکړې تمه لرله.
"دا له تمې سره سم له تورونو د داسې يوه کس سپينول دي چې دېرشو کلونو لپاره يې د خلکو د ژوندانه ساتنه کړې. داسې يو کس چې له خپل هېواد ونه تښتېد. داسې يو کس چې پوليسو ته يې ان د يوه وگړي د وژلو له حکم ورکولو ډډه وکړه. دا حسن مبارک دى، هغه اتل چې موږ ټول يې پېژنو."
د مصر يوه بله برخه بيا د ښاغلي مبارک واکمنۍ ته په پرتلیز ډول د يوه ښه پېر په سترگه گوري.
د دوى په اند هغه مهال د خلکو اقتصادي حالت ښه و، د گرځندوى صنعت چې د دغه هېواد مهمه عايداتي سرچينه جوړوي ښه په درز کې روان و، او اوس په نشت حساب دى. د دوى په وينا په ځينو برخو کې مدني ازادۍ هم ډېرې وې.
د محکمې د پرېکړې له مخې ٨٨ کلن مبارک چې اوس مهال په يوه پوځي روغتون کې دى ښايي ژر پرېښوول شي.