تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د لیبیا توقیف ځایونو کې پر کډوالو ښځو او ماشومانو 'جنسي تېري' شوي'
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، پر هغو زرګونو افریقايي کډوالو ماشومانو د قاچاقچیانو له خوا جنسي تېري کېږي، چې د اروپا په تکل له لیبیا نه ایټالیا ته په سفر له خپلو مېنو وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، نژدې ۲۶٫۰۰۰ ماشومان، چې ډېری یې سرپرستان نه لري، تېر کال له مدیترانې سمندر پورې وتلي دي.
دا شمېره د ۲۰۱۵ کال په پرتله دوه برابره ده.
ملګري ملتونه وايي، لاهم پر ګڼو ماشومانو د قاچاق کوونکو او د توقیف ځایونو د کارکوونکو له خوا جنسي تېری کېږي.
ګڼ ماشومان چې له خپلو سیمو وتلي، د لیبیا له لارې ایټالیا ته پر خطرناکو لارو برابرېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، هغه ماشومان چې جنسي تېري پرې شوي او له ځور سره مخامخ شوي، عموماً د نیول کېدو او بېرته د ستنولو له وېرې چوپه خوله پاتې دي.
یونیسف د لیبیا توقیف ځایونو کې ددغو ماشومانو د خوړو او روغتیا د ناوړه وضعیت او امنیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
نژدې درې اونۍ وړاندې، بریتانیا کې یوې خپرې شوې څېړنې په ډاګه کړه، چې د منځني ختيځ او اروپا ترمنځ تګلوري کې بې سرپرسته جنګ ځپلي ماشومان پېرل شوي او پېردول شوي دي.
دا څېړنه وايي، د ''اسلامي دولت'' (داعش) په څېر سخت دریځې ډلې د انسانانو قاچاق کوونکو ته پیسې ورکوي او په مقابل کې ترې غواړي چې له منځني ختیځه اروپا ته د کډوالۍ په تکل روان شوي ماشومان دوی ته وسپاري.
د بنسټپالنې ضد څېړنیزې (کویلیام) په نوم مؤسسې او یوروپل، چې دغه راپور یې چمتو کړی و، ویلي تر ۸۸ زرو ډېر هغه ماشومان چې سرپرستان ورسره نه وو، له خپلو مېنو تر وتلو وروسته تري تم شوي چې غالباً سخت دریځو ډلو ته ورجذب شوي دي.
دا څېړنه وايي، د داعش په څېر سخت دریځې ډلې د سفر پرمهال ددغو ماشومانو مغزونه مینځي او په خپلو موخو کې ګټه ترې اخلي.
په ۲۰۰۶ کال، تر ۱۸۰٫۰۰۰ ډېر کډوال له لیبیا نه ایټالیا ته پورې وتلي.
'غوښتل مې له سمندر پورې وځم'
څېړونکو ته د عیسی په نامه یوه ۱۴ کلن ماشوم ویلي ''غوښتل مې له سمندر پورې وځم. د کار په لټه کې وم، سخت کار وکړم چې پیسې وګټم او په کور کې له خپلو پنځو وروڼو سره مرسته وکړم.''
خو نیجر کې له کور پرېښودو وروسته، عیسی د لیبیا یوه زندان کې په یوازې سر اوسېږي.
دی وايي ''پلار مې زما د سفر لپاره پیسې پیدا کړې، هغه هیله لرله چې زما راتلونکی به ښه شي.''