تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې حمص کې ځانمرګو بریدونو لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د سوریې حمص ښار امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۳۲ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
د سوریې خبري اژانس (سانا) د حمص د والي طلال البرازي له خولې ویلي په چاودنه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي هم دي.
رپوټونه وايي، د حسن په نوم د امنیتي کنډک مشر ډګروال حسن دعبول هم چاودنه کې وژل شوی. اټکل دی چې په بریدونو کې لږترلږه ۶ ځانمرګو برید کوونکو ګډون کړی وي.
بریتانیا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چاودنه کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې امنیتي کسان دي.
حکومتي ځواکونه د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې پر حمص ښار واکمن دي. هغه مهال د حکومت مخالفان د یوه اوربند په پایله کې له ښاره ووتل.
دا پېښه په ژنیوا کې د سلوې له خبرو پیلېدو سره هم مهاله شوې، چې د سوریې روانې شخړې ته سیاسي حل ومومي.
تېره ورځ هم د سوریې الباب ښار کې موټربم برید لږترلږه ۵۱ کسان ووژل.
دا برید له سیمې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې د جنګیالیو له وتلو وروسته شوی دی.