تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ
د ترکیې پوځ پر حجاب د تاریخي بندیز له مینځه وړل د هغو اصلاحاتو یوه برخه ده چې د ترکیې د دفاع وزارت په امر پلي کېږي.
د ترکیې د رسمي خبري سرچینو په وینا د دغه بندیز لېرې کول د پوځ پر بېلابېلو څانګو او رتبو د تطبیق وړ دی.
د ترکیې د صباح ورځپاڼې په لیکنه د نوې پرېکړې پر بنسټ به ښځې وکړی شي تر پوځي خولۍ لاندې د یونیفورم همرنګی پوړنی پر سر کړي.
د ترکیې اساسي قانون سره سم چې د عصري ترکیې د بنسټ اېښودونکي مصطفی کمال اتاترک په وخت کې جوړ شوی په سازمانونو او عمومي بنسټونو کې د حجاب پر سر کول منع و.
خو څو کاله وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د دغه هېواد په ډېرو برخو دغه بندیز لېرې کړی.