تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسي سفیر د وژلو د صحنې عکاس ته د "ورلډ پرېس" جایزه
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس یوه ترکي عکاس برهان اوزبیلیجي ته انقره کې د روسیې د سفیر د وژل کېدو د صحنې د عکس اخیستو له کبله د "ورلډ پرېس" جایزه ورکړل شوه.
ترکیه کې د روسیې سفیر اندري کارلوف د تېر کال ډسمبر میاشت کې انقره کې د عکسونو یوه نندارتون ته د وینا پرمهال د یوه ترکي پولیس په ډزو ووژل شو.
عکاس برهان اوزبیلیجي له دې کبله وستایل شو، چې له پېښې وړاندې او وروسته یې په زړورتیا انځورونه واخیستل.
برهان ته د هغه انځور له کبله د "ورلډ پرېس" جایزه ورکړل شوه، چې یو وسله وال کس پکې تورو جامو کې له وسلې سره د روسي سفیر د مړي پرسر ولاړ دی، تومانچه یې پورته نیولې او چیغې وهي.
هغه د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "په هغه شېبه کې چې ډزې مې اورېدلې، پوهېدم چې دا تاریخي شېبې دي. پوی وم چې د یوه خبریال په توګه باید ونه وتښتم او ځان وژغورم".
دا فوق العاده عکس ۱۸ میلیون ځلې لیدل شوی دی.
د "ورلډ پرېس فوټو" بنست منځګړو له ۸۴ زرو او ۴۰۰ عکسونو څخه، چې د ۱۲۵ هېوادونو د ۵ زرو او ۳۴ عکاسانو له خوا اخیستل شوي، دا انځور د ۲۰۱۷ کال تر ټولو غوره عکس اعلان کړی دی.