تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستاني طالبانو او پوځ تر منځ نښته کې د "۲۰ سرتېرو" د وژلو ادعا شوې
د افغان چارواکو ځينو معتبرو سرچينو بي بي سي ته ویلي، له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ سخته جګړه شوې، چې په پایله کې يې "۲۲ پاکستاني پوځيان او یو پاکستانی وسله وال طالب وژل" شوی دی.
د چارواکو په خبره په دغه جګړه کې یو افغان شپونکی هم وژل شوی دی.
پاکستاني چارواکو تر دې وخته د دغې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي، خو افغان چارواکي وايي، دغه جګړه د شنبې په مازديګر له غلام خان بندر سره نژدې په شمايت سیمه کې شوې، چې افغان غاړې ته د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ سره لګېږي.
افغان چارواکي وايي، دغه جګړه پر ډيورنډ کرښه د پاکستان غاړې ته شوې، خو د جګړې له وېرې د افغانستان غاړې ته ځينې افغان کورنۍ له خپلې سیمې وتلې وې.
ځينې سرچينې بیا له پاکستاني پوځ سره په دغه جګړه کې د درې پاکستاني وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي او وايي، مړي يې په خوست کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې لخوا وروستۍ خبرپاڼه د روانې مياشتې پر لسمه نېټه خپره شوې، چې په هغه کې يې د مومندو سره د يوې پېښې ذکر کړی.
په همغه خبرپاڼه کې ویل شوي، پر ډيورنډ کرښه د مومندو په سیمه کې د افغانستان له غاړې ځينو وسله والو پر يوې پاکستانۍ پوستې برید وکړ، خو د پوځ په ځوابي ډزو کې وسله وال بېرته په شا وتمبول شول او د دوی په خبره بېرته افغانستان ته واوښتل.
د پوځ ځينو سرچینو له بي بي سي سره په خبرو کې د شنبې د ورځې له پېښې بې خبري وښوده.
د دغو معتبرو سرچینو په خبره افغان دولت تر پېښې سملاسي وروسته یو پلاوی همدې سیمې ته ولېږه، تر څو دا جوته کړي، چې جګړه د افغانستان غاړې ته نه وي شوې. سرچینه زیاتوي، دې پلاوي هم تاييد کړې، چې دغه جګړه د افغانستان غاړې ته نه، بلکې د پاکستان غاړې ته شوې ده.