تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"دوستم د ایشچي په قضیه کې د خپلو ساتونکو د توقیف مخه نیولې"
وال سټریټ جورنال:
امریکايۍ ورځپاڼې وال سټریټ جورنال په یوه رپوټ کې ویلي چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم د لویې څارنوالۍ د حکم له مخې د احمد ایشچي په قضیه کې د خپلو ساتونکو د توقیف مخه نیولې ده.
د وال سټریټ جورنال په رپوټ کې ویل شوي چې ښاغلي دوستم په دې کار سره حکومت ته نوې ستونزې پيښې کړې او د هغو څیړنو په وړاندې خنډ جوړوي چې د احمد ایشچي د تښتولو او بیا د هغه د جنسي ځورونې د ادعاو د سپيناوي لپاره ترسره کیږي.
ګارډین:
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په یوه ځانګړې مطلب کې د اروپايي ټولنې د لوی مرکچي ګای ویر هوفسټاډ Guy Verhofstadt په حواله لیکلي چې برتانیا به له دغې ټولنې له وتلو وروسته د اروپايي محکمې تر اغیز لاندې وي.
هغه ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې اروپايي مرکچیان د برتانیا د لومړۍ وزیرې تریزا مې د هغې ژمنې پر خلاف هڅه کوي چې ویلي یې و په ۲۰۱۹ کال کې د برتانیا د غړیتوب پای ته رسیدو سره به برتانیا د اروپايي محکمې له تسلط خپل هېواد لرې کړي.
ورځپاڼه وايي دا څرګندونې ښيي چې برتانیا په اروپايي محکمه کې د غړیتوب په برخه کې له یوه ټکر سره مخامخېدونکې ده.
امریکايۍ ورځپاڼۍ یو کاریکاتور هم خپور کړی، په دغه کاریکاتور کې د امریکا ولسمشر چې خپه ښکاري د ګوانتنامو زندان په مخ کې ولاړ دی او وايي، تاسې دلته په ګوانتامو کې د بدو قاضیانو لپاره ځای لرئ.
البته د ښاغلي ټرمپ اشاره هغه غبرګون ته ده چې د اوو اسلامي هېوادونو په وګړو د امریکا د ویزې د بندیز اجرایوي حکم ځنډوونکي قاضي په اړه یې ویلي و.
انډیپنډینټ:
برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ د ایران او امریکا په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی ټرمپ له ایران سره جګړه پيلوي او د داعش لپاره د خوښۍ خبر. د دفاعي چارو لیکوال پيټریک کاک برن Patrick Cockburn په دغه مطلب کې ویلي چې منځنی ختیځ په نړۍ کې داسې یوه سیمه ده چې د جګړو د پیل لپاره تر بلې هرې سیمې ډیر مساعده دی، او که په دې سیمه کې کومه تیروتنه وشي نو پایلې به یې ناورین راولي او سمون به ناشونی وي.
د مطلب لیکوال خبرداری ورکوي چې د امریکا او برتانیا شپږ مشران چې له ښاغلي ټرمپ یې ښه سلاکاران لرل په دې سیمه کې ناکام شوي نو د هغه په وینا دی باید ډیر پام وکړي چې د دې ډلې اووم ولسمشر نه شي.
هندوستان ټایمز:
هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز په یوه رپوټ کې ویلي چې د هند یوه مذهبي مشر ادعا کړې چې د دغه هېواد د وتلي کریکټ لوبغاړي او د ټسټ لوبو لوبډلمشر ویرات په لاسته راوړنو کې دی هم رول لري ځکه ده ورته لارښوونه کړې وه او وايي عادي انسان چې ور سره د ده په وینا د خدای مرسته نه وي دومره لاسته راوړنې نه شي لرلی.
دی رام راهیم نیومیږي او د ډیرا اچا سودا مذهبي ډلې مشر دی.
ایکسپرېس ټریبیون:
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د افغانستان په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې د روسیې ښکیلېدل - چې د مطلب د لیکونکي په وینا ګټې یې له لویدیځو هېوادونو سره توپير لري - ښايي د افغانستان لپاره ښه خبر نه وي.
په مطلب کې ویل شوي چې د افغانستان راتلونکی د لویدیزو هېوادونو د ژمنتیا او یا د دغو هېوادونو د ګټو په دوام پورې تړلی دی.