تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''ای فون په هند کې تولید پیلوي''
د هند کرناټک ایالت چارواکي وايي تکنالوژي کمپنۍ ای فون دغه ایالت کې د ګرځنده ټیلیفونونو تولید پیلوي.
د ایالتي وزیرانو په وینا ای فون به د دغه ایالت په مرکزي ښار بنګلور کې تر اپریل میاشتې د خپلو ګرځنده ټیلیفونونو لومړنی تولید پیل کړي.
ای فون د هند ګرځنده ټیلیفونونو بازار کې ایله دوه سلنه برخه لري، چې دې سره د سویلي کوریا له سامسنګ سیال شرکت نه شاته دی.
ای فون د دغه پلان په تړاو تر اوسه رسماً څه نه دي ویلي، خو وايي غواړي ' هند کې د پام وړ پانګونه وکړي '
بل لور ته د ایالت معلوماتي او بایو تکنالوژۍ وزیر پریانک کهرګي وايي:
'' موږ له اپل سره یوه جوړ جاړي ته رسېدلي یو، چې د اپریل تر پایه به کرناټک ایالت کې د ګرځنده ټیلیفونونو تولید پیل کوي. ''
رپوټونو کې ویل شوي دغه پلان د تایوان ویسټرون کارپ نومي کمپني جوړ کړی دی.
رپوټونه وايي، اپل د ایالت په کچه او دغه راز د فدرالي حکومت په کچه له چارواکو سره خبرې کړې او له نور پرمختګه مخکې د یو لړ امتیازاتو غوښتنه کوي.
د تولید په برخه کې دا مهال د تایوان فوکسکون نومې شرکت د اپل تر ټولو لوی شریک دی، چې په چین کې د اپل لپاره د نړۍ تر ټولو لویې کمپنۍ چارې چلوي.
اپل دا مهال هند کې په خپل نوم پلورنځي نه لري.
لامل یې دا په ګوته کېږي، چې هند حکومت د بهرنیو شرکتونو مهارولو لپاره ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
د دې لپاره چې په مستقیم ډول په هند کې خپل تولیدات وپلوري د اصولو له مخې باید اپل د خپلو تولیداتو ۳۰ سلنه پرزې له هنده تر لاسه کړي.
تېره اونۍ اپل نهو میاشتو کې لومړی ځل د خپل پلور کچې کې لوړوالی اعلان کړ.
د کمپنۍ په وینا د پلور دغه کچه د کرسمس په مناسبت د ای فون ۷ ماډل پریمانه پلور له کبله لوړه شوې.