"د تاپي په نوم له افغانستان تېرېدونکې ګازي نللیکه له پاکستانه پیلیږي"

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

ایکسپرېس ټریبیون:

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټریبیون له افغانستانه د ګاز تیریدونکي پایپ لاین تاپي په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې دغه پروژه په روانه میاشت کې له پاکستانه پیلیږي. ورځپاڼه زیاتوي چې پایپ لاین د مسیر د سروې ، تفصیلي انجینري پلان او د پروژې د عملي کولو د امکاناتو مطالعه روانه میاشت پیلیږي.

ایکسپرېس ټریبیون زیاتوي چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۴ نیټه له ترکمنستانه یوه ډله اسلام اباد ته رارسیږي، کار به له پاکستانه پيلیږي او له هغه وروسته به افغانستان ته ځي.

دغې ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هغه څرګندونې هم را وړې، چې ویلي یې دي پاکستان د جماعة الدعوه د مشر حافظ سعید په اړه د شویو اقدماتو په برخه کې د هند سپارښتنې او تایید ته اړتیا نه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې هند باید د سخت دریځو ډلو پرضد رښتیني ګامونه پورته کړي.

خو د پاکستان د کورنیو وزارت ویاند ویلي چې دغه ګام د ملګرو د امنیت شورا د ۲۰۰۸ کال د پریکړې له مخې پورته شوی.

انډیا ټایمز

انډیا ټایمز ورځپاڼه په یوه رپوټ لیکي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په سږنۍ بودجه کې د هغو پروژو لپاره زیات مالي امکانات په پام کې نیول شوي چې په نورو هېوادونو کې د هند په مرسته ترسره کیږي.

خو په دې لړ کې له افغانستان سره مرستو کې کموالی راغلی. ورځپاڼه زیاتوي چې تیر کال دغه مرستې ۵۲۰ کروړه وې خو په سږنۍ بودجه کې ۳۵۰ کروړه هندۍ کلدارې په پام کې نیول شوې دي.

په سږنۍ بودجه کې د چابهار بندر لپاره ۱۵۰ کروړه هندۍ کلدارې هم په پام کې نیول شوې دي.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله لیکي، چې د دغو مرستو د کموالي لامل دا دی چې په افغانستان کې درې لویې پروژې؛ سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او په بهرنیو چارو وزارت کې د ستور ماڼۍ د بیارغولو پروژې بشپړې شوې دي.

واشنګټن پوسټ:

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې د دغه هېواد د فاع وزارت په حواله ویلي چې په یمن کې د تیرې شنبې ورځې په هوايی برید کې ښايي ملکي وګړي وژل شوي وي.

دغه برید د القاعده ډلې د وسله والو پرضد د امریکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا شوی دی.

د پنټګان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې اړه څیړنډلې موندلې چې له بده مرغه نامعلوم شمېر ملکي وګړي په دغه هوايي برید کې وژل شوي دي.

دا هغه برید و چې د امریکا د نوي ولسمشر په امر تر سره شوی، او په رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه لس ماشومان او ښځې وژل شوي دي.

نیوریاک ټایمز ورځپاڼه کې د افغانستان په اړه د یوه مطلب لیکوال سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکا د بریالیتوب لپاره همغږې دپلوماتیکې او پوځي ستراتیژۍ ته اړتیا ده .

لیکوال زیاتوي په لنډ مهال کې د دولت او ستراتیژیکو ملاتړو، په منځمهال کې د افغانستان د سیاسي ثبات یقیني کیدل او په اوږدمهال کې د افغانستان پر ځان د اقتصادي بساینې لپاره د شرایطو برابرول اړین دي.