د کاینات ښکلا ملکې تاج فرانسوۍ پېغلې پر سر کړ

د 'کایناتو ښکلا ملکې' انتخاب وروستي پړاو ته له رسېدونکو دریو ښایسته نجونو نه سږکال تاج د فرانسې ښکلا ملکې ایرش متریني پر سر کېښودل شو.

ایرش متریني د کایناتو تر ټولو ښایسته ښځه وبلل شوه او تاج ور پر سر کړل شو.

دغه سیالۍ د فلیپین پلازمېنه منیلا کې وشوې.

۲۴ کلنه د کاینات ښکلا ملکه د غاښونو ډاکټره ده او وايي هوډ لري، چې له خپله شهرت نه به د خولې او غاښونو پاکولو کمپاین کې ګټه واخلي.

د هیټي ښکلا ملکه رېکویل دغو سیالیو کې دویم ځای خپل کړ او د کولمبیا ښکلا ملکه اندریا ټوور دریم مقام تر لاسه کړ.

هندۍ روشمتا هریمورتي هم دغو سیالیو کې برخه درلوده، خو نوموړې و نه توانېده د سیالیو وروستي پړاو ته ورسېږي.

ښايي تصادف وي، چې ۲۳ کاله مخکې ۱۹۹۴ کال کې د فلپین په همدې منیلا کې د هند سوشمیتا سین د کاینات ښکلا ملکه بلل شوې وه او په سږنیو سیالیو کې برخه اخیستونکې روشمیتا هریمورتي په هماغه کال زېږېدلې وه.

سوشمیتا سین د سږ کال سیالیو کې د قاضۍ په توګه برخه درلوده او د بنګلور اوسېدونکې آغلې هریمورتي دغو سیالیو کې د کاندېدې په توګه برخه درلوده.