ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نرېندر مودي سره په ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته د متحده ایالتونو د لیدنې بلنه ور کړې ده.

د سپینې ماڼۍ بیانیه وايي، "ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې د مخ په وړاندې ننګونو د لرې کولو لپاره هند ته د امریکا د ریښتوني ملګري او ملاتړي په سترګه ګوري".

په بیانیه کې زیاته شوې:"دواړو مشرانو د واشنګټن او نوي ډېلي ترمنځ د شراکت زیاتولو او پیاوړي کولو پر چانسونو سربېره په اقتصادي او دفاعي برخه کې د همکارۍ ډېرولو خبرې وکړې".

دوی دا هم وايي، چې د سږ کال په وروستیو کې به د هند لومړی وزیر امریکا ته لاړ شي.

د سپینې ماڼۍ بیانیه وایي، ډونلډ ټرمپ او نرېندر مودي په دې سلا شول، چې "د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه کې له یو بل سره اوږه په اوږه ودرېږي".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو هڅو پر مهال هم د هند په تړاو مثت نظر درلود، له دغه هېواد سره یې د اړیکو پیاوړي کولو خبرې کولې او هم یې د نرېندر مودي اداري سمون او اقتصادي وده ستایل.