تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ټرمپ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت بشپړول غواړي"
نيويارک ټايمز "ډاکټر عبدالله افغانستان مېشتو امريکايي ځواکونو ته د ولسمشر ټرمپ ژمنيتا هرکلى کړى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.
ورځپاڼې د رويټرز خبري اژانس په وينا ليکلي:
ولسمشر ټرمپ د لوړې له ترسره کولو وروسته افغانستان کې مېشتو امريکايي سرتېرو سره خبرې وکړې او ویې ويل چې تر پايه به د دوى ترڅنگ ولاړ وي.
ښاغلي ټرمپ زياته کړې "دا ماموريت به دوى په گډه تر سره کوي."
افغان اجراييه رييس ويلي، د ښاغلي ټرمپ له لوري د ځواکونو د ملاتړ اعلان ښه گام دى او ډاډ يې څرگند کړى چې له افغانستان سره به د امريکا همکاري په ټولو برخو کې همدا راز دوام ومومي.
ډان:
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د يوه لوړ پوړي چارواکي په وينا ليکلي، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې په زدکړو بوخت دي، ښايي وتوانېږي کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره تر تاکل شوې نېټې وروسته هم په دغه هېواد کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د سرحدي سيمو وزارت مرستيال محمد شهزاد ارباب وايي، دغه وړانديز د کابينې مخې ته اېښودل شوى او که ومنل شي نو زر گونو کډوالو زدکوونکو ته به اسانتيا برابره شي.
ښاغلي ارباب چې د افغان او پاکستاني ځوانانو د مهارتونو پراختيا يوه پروگرام په پرانيسته کې خبرې کولې وويل، دغه افغان زد کوونکي به يواځې اړ وي چې د خپل پوهنتون او يا ښوونځي له ادارې نه يو تصديق ترلاسه کړي او بس.
ټايمز اف انډيا:
د ټايمز اف انډيا ورځپاڼه وايي، پاکستان هغه هندي سرتيري پرېیښي چې د تېر سپتمبر پر ٢٩ نېټه يواځې څو ساعته وروسته له هغه په تېروتنې د کشمير پاکستانۍ غاړې ته اوښتى وو، چې هندي ځواکونو په دغه سيمه کې ځينې پاکستانۍ موخې په نښه کړې وې.
پاکستان د دغو سرتيرو پرېښوول ښه نيت ښوولى.
پاکستان د دسمبر پر ٢٥ چې د لومړي وزير نواز شريف زېږ کليزه هم وه ٢٢٠ هندي کب نيونکي هم خوشي کړي وو.
ورځپاڼه وايي، د هندي سرتيرو خوشي کېدل د پاکستان په پوځي مشرتابه کې د بدلون څرگندونه کوي. د ورځپاڼې په وينا د پاکستان د پوځ پخواني مشر راحيل شريف سخته هند ضد تگلاره درلوده.