تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عاطف اسلم د نجلۍ ژغورلو لپاره د سندرو مېله ودروله
د پاکستان فلمي ستوری او سندرغاړی عاطف اسلم وروسته تر هغه پر انترنېټ ډېر وستایل شو، د سندرو په یوه کانسرټ کې یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د یوې نجلۍ د ژغورلو لپاره د سندرو پروګرام بند کړ.
عاطف اسلم نجلۍ داسې مهال وژغورله، چې راغونډو شویو مینه والو یې د ځورونې هڅه وکړه.
په یوه وېډیو کې چې د شنبې په ورځ کراچۍ کې د سندرو کانسرټ پرمهال ثبت شوې، ښکاري چې عاطف اسلم پخپله د مېز له سره نجلۍ تر لاس نیسي او ژغوري.
د نوموړي دا وېډیو پر انټرېټ زرګونه ځلې خپره شوې او عاطف اسلم ستایل شوی دی.
دغه مشهور سندرغاړي نجلۍ ځوروونکو ته وویل: "ایا تاسو کوم وخت نجلۍ لیدلې ده؟ ښځه ستاسې مور یا خور ده".
پاکستاني رسنیو ویلي، د کانسرټ لپاره بیخي ډېر خلک راغلي وو چې ګڼې نجونې پکې وځورول شوې.
اسلم چې فلمي ستوری او سندرغاړی دی، پر نجلۍ د برید له لیدو سره امنیتي کسانو ته نارې کړې.
د دې صحنې وېډیو پر ټویټر خپره شوې چې ښکاري امنیتي کسان د خلکو له ګڼې ګوڼې نجلۍ راوباسي او د سټیژ سر ته یې خېژوي.
د حاضرو خلکو منځ کې د "عاطف، عاطف" نارې وهل کېدې.
د خواله رسنیو ځینو کارکوونکو ویلي، عاطف اسلم وروسته تر هغه خپلو سندرو ته دوام ورکړ چې ډاډه شو نجلۍ د خلکو له ګڼې ګوڼې خوندي ځای ته رسېدلې.
دا لومړی ځل نه دی چې د مینه والو منځ کې یو سندرغاړی د نجلۍ د ځورونې د مخنیوي پخاطر خپل پروګرام ځنډوي.
تېر کال فرانسوی سندرغاړی الیجاندرو سانز له یوه داسې سړي سره مخامخ شو، چې د مکسیکو روساریو کې یې د سندرو پروګرام پرمهال پر یوې ښځې د برید هوډ وکړ.