تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فیلیپین کې د مېندوارۍ مخنیوي درمل وړیا وېشل کېږي
فیلپین کې دولتي چارواکو ته امر شوی، چې پر ۶۰۰ زره مېرمنو د مېندوارۍ مخنیوي درمل او توکي وویشي.
د فیلپین ولسمشر رودریګو دوتیرتې ویلي، په ځانګړې توګه غواړي د هغو بیوزله مېرمنو د مېندوارۍ مخه ونیوله شي، چې نه غواړي مېندوارې شي.
خو داسې ویل کېږي، چې د ولسمشر دغه پرېکړه به د کیتولیک کلیسا له کلک مخالفت سره مخامخ شي.
د دغه هېواد یو پخوانی ولسمشر تر کلونو پورې د یوه داسې لایحې لړ کې له ستړیو، ستونزو سره مخامخ وو، چې غوښتل یې د مېندوارۍ مخنیوي لړ کې عامه پوهاوی ډېر کړي.
د مېندوارۍ مخنیوي مخالفو له احتجاج وروسته د فیلپین سترې محکمې د مېندوارۍ مخنیوي پر اسانتیاوو بندیز ولګاوه.
د پیو څېړنیز مرکز په وینا دغه هېواد کې له ۸۰ سلنې ډېر اوسېدونکي کیتولیک عیسویان دي، چې د مېندوراۍ مخنیوي درملو کاروول ګناه بولي.
د ایسوشیټیډ پریس رپوټ کې د فیلپین د اقتصادي چارو وزیر ارنیستو پرینیا له قوله ویل شوي، چې له هېواده به د بیوزلۍ له منځه وړلو لپاره د مېندوارۍ کنترول پروګرام په سختۍ عملي شي.
حکومت غواړي تر ۲۰۲۲ کاله پورې دغه هېواده کې د بیوزلۍ کچه ۱۳ سلنه ټيټه کړي. د ارنیستو په وینا د مېندوارۍ مخنیوي درملو کاروول د مېرمنو، ماشومانو او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دي.
د ولسمشر دوتیرتې له امر سره سم باید تر ۲۰۱۸ کاله د هېواد نږدې دوه میلیونو بیوزله مېرمنو ته د مېندوارۍ مخنیوي توکي ورسول شي. د جنسي مسایلو په اړه د عامه پوهاوي خپرولو لپاره د پوهنې وزارت ته هم لارښوونه شوې.
د فیلپین ټولټال نفوس ۱۰۰ میلیونه او ۳۰۰ زره کسانو ته رسېږي. د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي، د اسیا پاسفیک هېوادونو کې فیلپین لومړنی هېواد دی، چې تېرو دوو لسیزو کې په کې د کم عمره نجونو مېندوارۍ کچه لوړه شوې ده.