د اندونیزیا یوې بېړۍ کې اور لګېدو ۲۳ کسان وژلي

د اندونیزیا جاکارتا سمندرغاړه کې یوې بېړۍ اور اخیستی چې لږترلږه ۲۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور تري تم شوي دي.

د "زهرو ایکسپریس "په نامه بېړۍ کې تر ۲۳۰ ډېر کسان سپاره او ټیډونګ ټاپو ته روان وو. دغه ټاپو له پلازمېنې جاکارا نه شاوخهوا ۵۰ کیلومتره لیرې دی.

چارواکو ویلي، د سمندرغاړې ته بېړۍ په نژدې کېدا وه چې اور یې واخیست.

رپوټونه وايي، ګڼو کسانو د اور له لمبو نه سمندر ته ځانونه اچولي. یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، ۱۹۴ کسان ژغورل شوي دي.

نهه کسان لاهم په روغتون کې دي.

د بېړۍ یوه مسافر سیمه ییزو رسنو ته ویلي "د سمندرغاړې ته رسېدو ته پنځلس دقیقې پاتې وې چې د بېړۍ په شا کې ناستو کسانو چیغې کړې چې اور دی".

"بیا ما لوګی ولید، لوګی ورو ورو ډېرېده، بېړۍ کې ګڼه ګوڼه ډېره وه او خلکو د اورضد واکسټونو موندلو هڅه کوله. "

یوه بل مسافر ویلي، د دوی خونې ته هم ناڅاپه اور ورغی.

رویټرز خبري اژانس د یوه مسافر له خولې ویلي: "ټول مسافر ووېرېدل او اوبو ته یې د ځانونو اچولو هڅې وکړې. په څو ثانیو کې اور پراخه شوه او د بېړۍ سونتوکو هم اور واخیست".

د بېړۍ سوځېدلې او پاتې برخه جاکارتا ته وړل شوې ده، چې په انځورونو کې یې سوځېدلې برخې ښکاري.

په رپوټونو کې ویل شوي چې د بېړۍ سپاره اندونیزیایان دي چې ټیډونګ ته د نوي کال د مراسمو لمانځلو لپاره روان وو.

له بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، بېړۍ کې تر ټاکل شوې اندازې دوه برابره ډېر کسان سپاره وو.

په اندونیزیا کې، چې زرګونه ټاپوګان پکې پراته دي، ډېری وګړي د بېړیو له لارې تګ - راتګ کوي.

په دې هېواد کې د خوندیتوب اسانتیاوې خوارې دي، چې ډېر کله بېړیو کې تر ټاکل شوې اندازې ډېر خلک لېږدول کېږي، خو پوره پاملرنه نه ورته کېږي.