تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین د بډوډي ۱۶ قاچاق کوونکي بندیان کړي
د چین رسمي خبري اژانس ویلي، ۱۶ کسان په تور بازار کې د بډوډو (پښتورګو) د قاچاق په تور نیول شوي او بندیان شوي دي.
د چین شینخوا رسمي خبري اژانس د یوې سیمې ییزې محکمې له خولې ویلي، تورنو کسانو، چې ډېری یې د روغتیا برخې کارکوونکي دي، تر ډېره د بډوډو خرڅوونکو د مشخصولو او کاروبار لپاره له انټرنېټه کار اخیستی دی.
په تورنو کې دوه ډاکټران، دوې نرسانې هم دي، چې د محکمې په وینا، په پټه او ناقانونه توګه یې د بډوډو عملیات کړي.
د چین شاندونګ ولایت په جینان ښار کې محکمې ویلي، تورنو کسانو له هغو ناروغانو چې د بدن سالمو غړو ته یې اړتیا لرله، څه باندې ۵۷ زره ډالر غوښتي وو.
رپوټونه وايي، چین څو کاله په اعدام د محکومو کسانو له بدن نه ځینې غړي ایستل او د اړمنو خلکو اړتیاوې به یې پرې پوره کولې.
خو کله چې په دې کار سره د نړیوالو له غندنو سره مخامخ شو، بیجینګ وویل، دا کار یې په ۲۰۱۵ کال پرېښی دی.
په چین کې حکومت تر یوه بریده په وړیا توګه اړمنو خلکو ته د بدن د غړو په ورکړې توانېدلی، خو لاهم ګڼي ناروغان د بدن غړو ته اړتیا لري.
ډېری چینایان وايي، د انسان بدن سپېڅلی دی چې تر مرګ وروسته یې باید ټول بدن خاورو ته وسپارل شي؛ ځکه چې په دې کار سره د پلرونو درناوی او هغوی ته ژمنتیا پوره کېدای شي.
چین په ۲۰۰۷ کال د انسانانو د بدن د غړو پر سوداګرۍ بندیز ولګاوه.