تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د سایبري برید په تور ۳۵ روسي دیپلوماتان باسي
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې د تورونو پر سر، دغه هېواد ۳۵ روسي دیپلوماتان د سزا په ډول باسي. پر روسیې ځینې نوي بندیزونه هم لګېدلي.
همدارنګه ویل کېږي د غبرګون په ډول به په نیویارک او ماريلند کې دوه روسۍ اډې چې استخباراتي معلومات راټولوي هم وتړل شي.
د کرېملین ویاند ویلي نوي بندیزونه به د روسیې او امریکا پر دیپلوماتیکي اړیکو بده اغېزه وکړي.
وروسته له دې چې پر روسیې تور ولګېد چې ګواکې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ډیموکرات ګوند نوماندې هېلاري کلنټن پر ضد هک کړی، ولسشمر اوباما د روسیې پر ضد د ګام پورته کولو هوډ څرګند کړ.
روسیې هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې واشنګټن ډي سي او سان فرانسسکو کې یې ۳۵ روسي دیپلوماتانو او کورنیو ته یې ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې د امریکا له خاورې ووځي.
کېدی شي د دې کړنې په ځواب کې روسیه هم ورته عمل وکړي او د امریکا دیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.
یوې خبرپاڼې کې ولسمشر اوباما ویلي "ټول امریکایان دې د روسیې د عمل پر وړاندې خبر وي. "
ښاغلي اوباما پورته کړی ګام د هغو هڅو پر وړاندې چې غواړي امریکا زیانمنه کړي اړین بللی او زیاته کړې یې ده چې "ټول عمل به یې همدومره نه وي ".
امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال چې د روسیې له خوا د سایبري بریدونو خبرې راپورته شوې د امریکا د کورني امنیت سازمان او د استخباراتو مرکزي ادارو ویلې چې د کرملین لوړپوړي چارواکي، تقریبا په قطعي ډول په دغو سایبري بریدونو کې ښکېل دي.
د امریکا دغو دواړو امنیتي ادارو ویل "د دغو ګامونو پراخوالي او حساسیت ته په کتو، باور لرو چې یواځې لوړپوړو چارواکو کولی شول د دغه ډول فعالیتو اجازه ورکړي."