تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د رومانیا ولسمشر د لومړي وزارت لپاره مسلمانه کاندیده سیفیل شایده رد کړه
د رومانیا ولسمشر کلاوس یوهانیس د سوشل دیموکراتانو له لوري د لومړي وزیر مقام لپاره نومانده شوې کاندیده رد کړې ده.
سیفیل شایده به د رومانیا لومړۍ ښځینه او مسلمانه لومړۍ وزیره وای، خو ولسمشر یوهانیس د هغې ردولو پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
پر اغلې شایده له دې کبله نیوکې کېږي، چې یوازې یو ځل یې د سیمه ییزې وزیرې په توګه دنده تر سره کړې او ګواکې له همدې کبله کافي سیاسي تجربه نه لري.
سوشل دیموکراتانو ( پي ایس ډي ) کافي رایې ګټلې او هیله مند دي، چې د یوه واکمن اییتلاف برخه به شي. په یوه ټلویزیوني وینا کې ښاغلي یوهانیس ویلي:
(( ما د موضوع پلویتوب او مخالفت په تړاو پر ټولو خبرو غور کړی او پرېکړه مې وکړه، چې دغه وړاندیز و نه منم او له اییتلافه مې وغوښتل، چې بل وړاندیز وکړي.
ولسمشر د خپلې پرېکړې لاملونه نه دي په ګوته کړي، خو داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې که اغلې شایده لومړۍ وزیره شي، د پي ایس ډي مشر لیوو دراګنیا د ( ګوډاګۍ ) رول به ولوبوي.
پي ایس ډي د ۱۱ دسمبر په ټاکنو کې له پام وړ بریا وروسته نوموړې د کاندیدې په توګه اعلان کړه.
سوشل دیموکراتانو په ټاکنو کې د تقاعد پېسو ډېرولو او د مالیوو لږولو ژمنې وکړې، چې فکر کېږي له کبله یې نژدې ۴۵ سلنه رایې تر لاسه کړې.
ښاغلی دراګنیا په ټاکنو کې د ټګیو برګیو له کبله په ۲ کلن لغو شوې زندان سزا محکوم شوی او له همدې کبله نه شي کولای خپله د لومړي وزیر مقام ته کاندید شي.