تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: بېوزله مېرمنې د مېړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی
د هند اړیسه ایالت کې یوې مېرمنې د پېسو نه درلودو له کبله د میړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی.
سروجنې نومې ښځه له خپله ناروغ میړه جوګل سره د اندهراپردېش ایالت نه رایپور کې خپل کور ته پر لار وه، چې میړه یې په اورګاډي کې ومړ. نوموړې یوه ځايي خبریال سندیپ ساهو ته ویلي:
''سیمه کې نابلده وم، زه یوه نالوستې مېرمن یم، درې ماشومان راسره وو، د خوړو لپاره مو پېسې نه درلودې، څه مې کړي وای؟
له چا مې مرسته غوښتې وای، پر زړه مې لویه تېږه کېښووه، د میړه مړی مې ګاډي کې پرېښوو او له ماشومانو سره د رایپور په ګاډي کې کېناستم. ''
نوموړې مېرمنې له هغه وروسته د ټیلیفون له لارې خپلوانو ته خبر ورکړ، چې وايي دوی یې کور ته ورسول، خو مړی یې و نه موند.
وروسته اورګاډي چارواکو کورنۍ ته ویلي، چې له اندراپردېش نه یوه راتلونکي ګاډي کې مړی موندل شوی دی.
د چارواکو په وینا دغه سړی په طبیعي توګه مړ شوی دی.
اړیسې د نورو زرګونو کسانو په څېر د نواپاړ سیمې د ګنډامیر کلي ۲۹ کلن جوګل هم له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره یو ځای د اندراپردېش د خښتو یوې بټې کې مزدوري کوله.
کله چې هغه ناورغ شو، د بټۍ څښتن له یو څو پېسو سره په ریل ګاډي کې کېناوه.
د نوموړي د مزدورۍ لږ پېسې د لارې اوږدو کې ختمې شوې.
د دغې سیمې ډېری اوسېدونکي د خپلو فصلونو له محصلاتو اخیستو وروسته په ژمي کې د مزدورۍ لپاره اندراپردېش ته ځي.