د عکسونو البوم: کوچنیو هوښیارو ژوو د احساساتو عکاسي

د اندونیزیا د یوه عکاس محمد رویم د کوچنیو ژوو انځورونه ډېر هیښوونکي دي.

له نڅېدونکو چونګښو نیولې تر شوخو څرمښکیو پورې ښايي داسې ډېر څه وي چې د ۲۸ کلن محمد رویم کمرې راوړي وي.

محمد رویم روغتیاپال یا نرس دی، له دریو کلونو راهیسې یې عکاسي پیل کړې ده.

دی د باټام ښار استوګن دی او چې وخت پیدا کړي د ځنګلي ژو عکاسي کوي.

هغه بي بي سي ته وویل، 'زه حشرو پسې ګرځم، چې احساسات یې عکاسي کړم، کله له لسو ډېر انځورونه واخلم ،خو یواځې یو تصویر پکې د عواطفو ښودنه کوي. په ځینې ورځو کې ماته ان هیڅ پیدا نه شي'.

محمد رویم وايي ډېر خلک نه پوهېږي یا د یو ژوي ځانګړو برخو ته پام نه کوي، 'زه یې د یوې ځانګړې برخې د انځور اخیستلو هڅه کوم، که د هغه سترګو ته ګورې نو ډېرې عجیبه دي'.

محمد رویم وايي، 'ما پخپله انځور اخیستل زدکړه، خو یو استاد به هم زما په اخیستل شویو انځورونو نظر را کاوه'.

'زه د انځور اخیستلو لپاره تر ډېره په باټام کې ګرځم، خو کله کله د اندونیزیا نورو سیمو ته هم د تللو هڅه کوم'.

هغه ته په خپل بوخت ژوند کې د انځور اخیستلو ډېر لږ وخت پیدا کېږي، خو کله چې انځور اخلي، د هر یو د سمون لپاره یوه اونۍ وخت لګوي.

هغه وايي، یو انځور ته زه نږدې ټوله ورځ ور کوم، خو د تصویر بشپړ تیارولو لکه سمون او بهیر لپاره یې یوه اونۍ پکار وي.وه.