تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند یوه لوبغاړي په ازمېښت لوبه کې ۳۰۳ منډې جوړې کړې
د هند کریکټ لوبډلې یوه لوبغاړي د برتانیا سیالې کرکټ لوبډلې سره په وروستۍ ازمېښت لوبه (ټېسټ مېچ) کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې.
دا لومړی ځل دی چې هند په ورته سیالیو کې سیالې لوبډلې ته دومره لوی هدف ټاکي.
دوی په خپله پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۷۵۹ منډې جوړې کړې او دا د برتانوۍ لوبډلې په مقابل کې تر ټولو ډېرې منډې دي.
په چینايي کې د دې ازمېښت لوبو په څلورمه ورځ په پایلوبه کې تر ټولو ډېرې منډې کارون نایر وکړې.
نوموړي د دې ازمېښت لوبو په دریمه سیالۍ کې ۳۰۳ منډې جوړې، خو ونه سوځېد.
نایر د هند دویم لوبغاړی دی چې درې سلیزې جوړوي.
اوس برتانیا ته پکار دي چې له ماتې د ځان ژغورلو لپاره ټوله ورځ لوبه وکړي.
په دې پنځو ازمېښتو لوبو کې هند درې د صفر په مقابل کې بری لري.