بریتانیا کې د ځانوژنې کچه لوړه شوې

د بریتانیا روغتیايي جرګه ګۍ په یوه راپور کې ویل شوي، چې په "نه منونکي ډول" په انګلستان کې ځانوژنو ته د وګړو مخه کول ډېر شوي دي.

دغه جرګه ګۍ چې د پارلمان له غړو هم جوړه شوې، پر حکومت فشار راوړی چې راتلونکی کال د ځانوژنې د مخنیوي لپاره نوی او اغېزناکه پلان جوړ کړي.

په تېر ۲۰۱۵ کال انګلستان کې لږترلږه ۴۸۲۰ کسانو ځانونه وژلي وو، خو په ټوله بریتانیا کې د ټول ټال ځان وژونکو شمېر ۶۱۸۸ ته رسېده.

یاده جرګه ګۍ زیاتوي، له هغو کسانو سره باید مرسته وشي چې د ځانوژنې عمل ته مخه کوي.

یوې بورې مور یادې جرګې ته ویلي: "زوی مې له ملاتړه ګټه وانه شوای اخیستی، دغو خدمتونو ته لاسرسی ګران دی."

۱۳ کاله وړاندې مارک شریک خپل ځان وواژه. مور یې وايي هېڅ داسې نښه یې ونه لیده چې ګني هغه به ځانوژنه کوي:

"یوه دقیقه تاسو له هغه سره خبرې کولای شئ، خو بله دقیقه بیا د خبرو شونتیا نه شته."

د وژل شوي زلمي مور انګیلا ساماتا دا مهال د یوې ملي خیریه ټولنې مشره ده چې د ځانوژونکو له خپلوانو سره همکاري کوي.

راپور وايي، ډاکټران نورو داسې اضافي کړنو ته اړتیا لري چې ځانوژنو ته لمسول شوي کسان له مرګه وژغوري.

د یادې جرګه ګۍ مشره ساره ولاسټون وايي: "تېر کال انګلستان د ۴۸۲۰ کسانو د ځانوژنې شاهد و، خو ښايي ریښتینې شمېره تر دې هم لوړه وي."

"ځانوژنه ممنوع ده، باید د هغو کسانو لا ډېر ملاتړ او د دې عمل د مخنیوي لا ډېره هڅه وشي چې دې کار ته زړه ښه کوي."

د بریتانیا حکومت د ځانوژنې د مخنیوي پر هغې تګلارې بیا کتنه کوي، چې په پام کې ده راتلونکې جنورۍ به خپره شي.

د بریتانیا د روغتیا وزارت ویاندې ویلي: "هره ځانوژونکې پېښه یوه غمیزه ګڼو او د کورنۍ، ملګرو او ټولنې د ویجاړۍ لامل یې بولو."