تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا برمنگهام ښار زندان کې د زندانیانو بلوا مهار شوې
د بریتانیا په برمنګهام ښار زندان کې د تاوتریخوالي پراخېدو سره امنیتي مامورین د بلوا ضد تجهیزاتو سره دغه زندان ته ننوتلي دي.
دا بلوا ۱۲ ساعته وړاندې د زندان پر مسوول د زندانیانو په ډله ییز برید سره پیل شو. ددغه زندان امنیت یو خصوصي بریتانیایي شرکت پر غاړه لري.
د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د زندان یو شمېر مامورین له ډال سره د زندان اصلي محوطې ته ننوتل.
د بریتانیا عدلیې وزارت تایید کړې چې ددغه بلوا د پراخوالي له امله مامورینو د زندان کنټرول په خپل لاس کې نیولی دی.
د زندان د افسرانو ټولنې ویلي؛ په لومړي سر کې ۲۶۰ زندانیان په دغه بلوا کې ښکېل و، خو اوس ددغو بلوا کوونکو زندانیانو شمېر ۶۰۰ ته رسېږي.
بي بي سي موندلې یو زنداني چې ددغه تاوتریخوالي په ترڅ کې ټپي شوی و، له زندانه لېږدول شوی. خو د راپورونو له مخې، دغه زندان ته اوښتی زیان خطرناک دی.
د ټورناډو په نوم د بلوا ضد یو شمېر ځانګړي ځواکونه هم دغه زندان ته ننوتي دي چې ۱۴۵۰ کسان پکې زنداني دي او له ټولې بریتانیا نه ددې بلوا مهارولو په موخه لا ډېر ځواکونه غوښتل شوي دي.
څو کسانو چې له بي بي سي سره اړیکه کې یې ځان زنداني پېژندلی ادعا کړې چې د زندان ناسم وضعیت ددغه بلوا عامل دی.
هغوی ویلي؛ د زندان ناکافي کارکوونکي، د خوراکي توکو او روغتیا ناسم وضعیت او په سلولونو کې د اوږدې مودې لپاره د زندانیانو ساتل په دغه زندان کې د بلوا اصلي عاملونه دي.
+