تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په چین کې د ټیټانیک په څېر بېړۍ جوړېږي
په چین کې د ټیټانیک بېړۍ د جوړولو چارې د راتلونکې سې شنبې په ورځ پیلېږی.
دا بېړۍ به کټه مټه ټیټانیک ته ورته وي او په دې سره به دسیلګرانو پام ور واوړي.
۲۶۹ متره اوږده ټیټانیک د چین د شیچوان ولایت په یوه کلیواله سیمه کې جوړېږي او په اوبو کې به ولاړه وي.
ویل کېږي چې اصل ټیټانیک هارلنېډ او وولف کمپنۍ د ایرلېنډ په بیلفاسټ ښار کې جوړ کړې وه.
دغه بېړۍ په ارام سمندر ګې د لومړني سفر په مهال ډوبه شوه او له ۱۵۰۰ ډېرې سپرلۍ یې ټولې ووژل شوې.
ټیټانیک په خپل لومړني سفر کې له ساوت هیمپټن د نیویارک لور ته روانه وه چې د واورې ټوټې سره ټکر او ډوبه شوه.
د دې بېړۍ له پېښې سره د چین خلک ډېره لېوالتیا لري.
په ۱۹۹۷ کال د هنرمندې کیټ ونسلیټ او هنرمند لیونار. و ډي کيپریو له فلم وروسته دا لېوالتیا نوره هم زیاته شوې او دې فلم هم په چین کې ډېر مینوال لرل.
د فلم ډایریکټر جیمز کیمرون د دې بېړۍ ۹۰ سلنه نقل تیار کړی و، خو تراوسه یې بشپړ نقل تیار شوی نه دی.
د اسټرالیا میلیاردر کلایو پامر په ۲۰۱۲ کال د دې بېړۍ د هوبهو نقل جوړولو اعلان وکړ، خو هغه پروژه تراوسه بشپړه شوې نه ده.
د چین په دغه نوښت کې د اصلي بېړۍ په څېر ډېر معیاري ارام او شان او شوکت په پام کې نیول شوی، چې په هغو کې نڅا خونه، تیاتر، لامبو ډنډ او د لومړني پاړکي لپاره ځای شته.
په دې بېړۍ کې د ډېر مهم شخص لپاره نورې اسانتاوې شته او دا به د چین له سمندرغاړې په سلګونو میله لرې یوه پارک ته د خلکو پام ور واړوي.
د اې اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې، ټیټانیک جوړوونکې کمپنۍ په ۲۰۱۴ کال د دې پلان لپاره یو میلیارد یوان پانګونه اعلان کړې وه.
په چین کې کورنۍ سیلګري پراخېږي، ځکه حکومت هم د پانګونې او صنعت د پخواني ډول په ځای د خلکو غوښتنو ته په پام پرمختیايي چارو زور اچوي.