چین کې د یوه لوی برج د فلزي خوازې ړنګېدو مرګژوبله اړولې

په چین کې د فلزي خوازو ړنګېدو مرګژوبله اړولې ده.

د چین په ختیځ جیانګشي کې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۴مه) د برېښنا فابریکې سړولو لپاره د یوه جوړېدونکي برج خوازې راولوېدې. سیمه کې د خوندیتوب ادارې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲ ښوولی و، خو ساعت وروسته شینهوا دولتي اژانس راپور ورکړ چې لږ ترلږه ۴۰ کسانو په دغه پېښه کې ژوند بایللی دی.

ددغه راپور له مخې؛ څو کسان ټپیان شوي او نامعلوم شمېر کسان په سیمه کې ګېر پاتې دي. تراوسه رسمي سرچینو د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه شمېرې نه دي خپرې کړي او په دې برخه کې د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو هڅې هم پایله نه ده لرلې.

سیمه ییزو ټلویزیونونو د پېښې له سیمې انځورونه خپاره کړي چې ښيي ډېر شمېر فلزي پایپونه او د لرګو تختې د یوه لوی برجدننه ګډوډ پرتې دي.

په چین کې صنعتي خونړۍ پېښې وړاندې هم رامنځته شوي او د کار خوندیتوب نقض او د کارځایونو د څارنې مسوولو دولتي جوړښتونو کې په پراخه کچه فساد ددغه ډول پېښو اصلي لامل بلل کېږي. د مسوولو چارواکو نیول او سزا ورکول چې ځینې وختونه یې راپورونه خپرېږي هم ظاهرا دومره اغېزه نه ده کړې چې دا ډول پېښې پایته ورسېږي.

په دې وروستیو کې یوه تدارکاتي شرکت د تېر کال د چاودنې له امله چې د تیانجین بندر په یوه انبار کې وشوه په تعلیقي اعدام محکوم شو. په هغه پېښه کې ۱۷۳ کسان ووژل شول چې اکثره یې پولیس او د اوروژنې ادارې کارکوونکي وو.

تېرکال په جون میاشت کې هم یوه تفریحي کښتۍ په یانګسته سیند کې ډوبه شوه چې ۴۴۲ کسان یې ووژل. ددغې پېښې لامل د کښتۍ په جوړښت کې د غیرمجاز بدلونونو راوستل او د څارونکو ادارو لخوا ددغو بدلونو له پامه غورځل وبلل شول.

د چین اقتصادي ودې کمښت دا اندېښنه راپورته کړې چې ښایي کار ورکوونکي د لګښتونو د کموالي لپاره، د خوندیتوب اصول د پخوا په پرتله لږ مراعاتوي او مسوول چارواکي هم ددغو اصولو په پلې کولو کې ان ډېر غفلت وکړي.