په هند کې د اورګاډي چپه کېدو لږ ترلږه ۱۲۰ تنه وژلي

کانپور

د عکس سرچینه، Krishna Keshav

د عکس تشریح، ژغورونکي لا هم له چپه شویو ډبو د خلکو د اېستلو هڅه کوي.

د هند په اترپردېش ایالت کې چارواکي وایي، د اورګاډي د چپه کېدو له امله له ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي او تر دوو سوو نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، پېښه د یکشنبې په ورځ کانپور ښار ته نږدې شوې چې له امله یې د اورګاډي ۱۴ ډبې چپه شوې دي.

د خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته ژغورونکې ډلې رسېدلې دي.

په لومړیو کې چارواکو ویل، چې په دې پېښه کې ۶۳ کسان وژل شوي دي، خو وروسته د مړو شمېر ډېر شو.

ډېره مرګ ژوبله د اورګاډي انجن ته نږدې دوو ډبو کې ناستې سپرلۍ ته اوښتې ده.

اورګاډی

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د اورګاډي څوارلس ډبې چپه شوې دي.

د اترپردېش په کانپور کې یو امنیتي چارواکی ذکي احمد ځايي رسنیو ته ویلي، تر دا دمه یې نږدې دوه سوه کسان ژغورلي او لا هم سیمې ته امبولانسونه ځي چې پاتې کسان هم وژغوري.

د اترپردېش د پولیسو عمومي مشر جاوید احمد وايي، لا هم دوه ډبې په یوه بله کې ننوتلې او د پرې کولو او له یو بل نه د بېلولو کار یې روان دی.

نوموړی دا هم وایي، چې د مړو د زیاتېدلو وېره شته.

تراوسه دا معلومه نه ده چې ولې د اورګاډي ډبې له پټلۍ وښوییدې او دا پېښه رامنځ ته شوه.

د اورګاډي یوې سپرلۍ بي بي سي ته ویلي: "د شپې درې بجې وې، سخت غږ مې واورېد، څو ډبې له پټلۍ وغړېدې، هر یو په درد کې و، پخپله مې څو مړي او ټپیان ولیدل".

شل کلنه بوريي ګوپټا په دې اورګاډي کې ازماګره ته روانه وه، چې د ډيسمبر پر اوله واده وکړي.

هغې انډیا ټایمز ته ویلي، د دې پېښې له امله ډېر ورک کسان اوس موندل شوي، مګر د دې پلار لا هم ورک دی.

هغه وایي: "زه خپل پلار موندلب نه شم، ما ډېر ولټاوه، زما لاس دړه کړې او خور مې هم برسېرنه ټپي شوې ده. "

دا ورځپاڼه زیاتوي، د مساپرو ډېر اندېښمن خپلوان په انډور تمځي کې راټول شوي، چې دغه اورګاډي ترې خپل سفر پیل کړی و. دوی د خپلوانو انځورونه په لاسونو کې نیولي دي.

سپرلۍ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اورګاډي د انجن شا ته د دوو ډبو سپرلۍ ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودی پر پېښه خواشیني ښودلې او په خپل ټوېټر کې یې لیکلي د پټلۍ له وزیر سرورس پرابو سره مې خبرې وکړې "چې په خپله دا پېښه له نږدې څاري".

نريندر مودي زیاتوي، ښاغلي پروب ته یې سپارښتنه کړې چې "د پېښې د عاملانو له پېژندلو وروسته له دوی سره ممکنه سخت عمل وشي".

کانپور مهمه او بوخته پټلۍ لري، چې هره ورځ سلګونو اورګاډي پرې تګ راتګ کوی.

تېر کال هم په اترپردېش کې د اورګاډي په یوه پېښه کې ۳۹ کسان ووژل او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

اورګاډي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، پر ۱۹۹۹ کال د اورګاډو په یوه ټکر کې۲۹۰ کسان ووژل شول.

د پټلۍ ادارې ویاند ویلي چې له دې پېښې وروسته یې له کانپور نورو سیمو ته د اورګاډو تګ لاره بدله کړې ده.

په هند کې دپټلۍ سیستم زوړ دی او له امله یې د اورګاډو د چپه کېدو پېښې ډېرې دي.

د یوې شمېرې له مخې په هند کې هره ورځ ۳۳ میلیونه خلک په اورګاډي کې سفر کوی.

په ۱۹۹۹ کال ګیسال کې د اوګراډو ټکر لږترلږه ۲۹۰ کسان ووژل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په ۱۹۹۹ کال ګیسال کې د اوګراډو ټکر لږترلږه ۲۹۰ کسان ووژل

هند کې د اورګاډو خونړۍ پېښې

  • بیهار- جون ۱۹۸۱: ۲۵۰ کسان وروسته تر هغه ووژل شول، چې یو مسافر وړونکی اورګاډی پر یوه پله له پټلۍ ووت او د بګماتي سیند اوبو ته ولوېد. سلګونه سپرلۍ هېڅ ونه موندل شوې، چې د اټکل له مخې په اورګاډي کې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ کسان سپاره وو
  • فیروزاباد - اګست ۲۰ ۱۹۹۵: ۳۵۸ کسان هغه مهال ووژل شول چې د ایکسپرېس په نامه اورګاډی له یوه ولاړ ایکسپرېس اورګاډي سره ټکر شو.
  • ګیسال، اسام - اګست۲، ۱۹۹۹: لږترلږه ۲۹۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې دوه اورګاډي، چې ۲۵۰۰ کسان پکې سپاره وو، ټکر شول.
  • خانا، نومبر ۲۶، ۱۹۹۸: له یوه اوښتي اورګاډي سره د بل اورګاډي په ټکر کې ۲۱۲ کسان ووژل شول.
  • رفیګاني، سپتمبر ۱۰، ۲۰۰۲: رجاني ایکسپرېس اورګاډي پر یوه پله له پټلۍ ووت، چې ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول
  • لوېدیځ میدناپور، لوېدیځ بنګال، ماې ۲۸، ۲۰۱۰: د کلکتې - ممبۍ مسافر وړونکی اورګاډی له پټلۍ ووت، چې ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول. پولیسو یې پړه پر ماویستانو واچوله