اورګاډي کې موږک خلک وېرول
د نیویارک د ځمکې لاندې یوه اورګاډي کې یوه موږک خلک وېرول.
موږک د اورګاډي (مترو) په ډبه کې بند پاتي و او له ځینو کسانو نه یې چیغې وایستې.
کله چې اورګاډی بل تم ځای ته ورسېد ګڼو کسانو خپل منزل ته د ځان رسولو لپاره اورګاډی بل کړ خو دا معلومه نه شوه چې د موږک منزل کوم ځای و.
دغه وېډیو یوې سپرلۍ په خپل ګرځنډه ټېلېفون کې اخیستې.