تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پیرو خرڅلاو مرکز کې اور پنځه کسان وژلي
د پیرو پلازمېنې لیما په یوه لوی خرڅلاو مرکز کې اورلګېدو لږترلږه پنځه کسان وژلي دي. اور په یوه تازه ودانه شوې سینما کې داسې مهال بل شوی، چې ځینې خبریالان د فلم په کتلو بوخت وو.
سم لاسي د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د پیرو د کورنیو چارو وزیر کارلوس باسومبریو رسنیو ته ویلي، د سینما چت له داسې موادو جوړ شوی، چې ژر اور اخلي، همدا وو چې د اور لمن ټولو برخو ته وغځېده.
د ''لارکومار'' په نامه د خرڅلاو له دغه مرکزه لوخړې پورته کېږي، امبولانسونه او مرستندویه سیمې ته ورغلي دي.
رپوټونه وايي، په اور کې د اوروژنې یو کارکوونکی هم ټپي شوی دی.
ددغه مرکز چلوونکو ویلي، له چارواکو سره د اور د لامل معلومولو په اړه په همکارۍ بوخت دي.
پیرو کې د بریتانیا سفارت، چې دغه مرکز ته نژدې دی، رخصت شوی دی.
په پام کې ده چې پیرو به دا اونۍ د اسیا د اقتصادي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو کوربه وي.
د امریکا له ولسمشر بارک اوباما پرته به په دې ناسته کې د روسیې، چین او جاپان ولسمشران هم ګډون وکړي.
د ۲۰۱۲ کال مې پر شپږمه هم د پیرو درملنې مرکز کې اورلګېدنې ۱۴ کسان وژلي وو.