ټرمپ "د ډیموکرات ګوند پیاوړو مرکزونو" کې کمپاین کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند وايي، له ټاکنو دوه ورځې مخکې منډې ترړې به یې په هغه ایالتونو ور چورلي چې "د ډیموکرات ګوند پیاوړي مرکزونه" بلل کېږي.
د رپوټونو له مخې، ښاغلي ټرمپ پر پنسیلوینیا، مشي ګن او مینوسوټا را ګرځي چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې کوم جمهوريپال نوماند پکې کامیاب شوي نه دي.
څومره چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه را نږدې کېږي او د دواړو نوماندانو(ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلنټن) ترمنځ توپیر کمېږي، ور سره ټاکنیزې هڅې هم چټکې کېږي.
د یکشنبې په شپه ډونلډ ټرمپ په نیواډا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له دریځ ناڅاپي کوز کړی شوی او څو شیبې وروسته بیا سټېځ ته پورته شو او خبرې یې پیل کړې.
د دې پېښې پرمهال امنیتي ځواکونو یو کس له غونډې اېستلی دی.
ویل کېږي چې د ډونلډ ټرمپ د وینا پرمهال یو کس د پولیسو له خوا ونیول شو، خو وسله یې نه درلوده.
خو پټو ادارو دا رد کړې چې ګویا په دغه مهال یوه توپانچه لرونکي کس پر نوموړي برید کول غوښتل.

د عکس سرچینه، AP
دغه کس چې نوم یې اسټن کرټیس دی بي بي سي ته ویلي، چې د ټرمپ په غونډه کې یې غوښتل د نوموړي په ضد لیکلی شعار نندارې ته وړاندې کړي، خو خلک پرې ور ټول شول او له دې کار یې منع کړ.
د مک کلاچي وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، چې لا هم هېلیري کلنټن له ډونلډ ټرمپ لږ مخکې ده
په دې نظر پوښتنه کې ویل شوي چې مېرمن کلنټن له خپل سیال یو سلنه مخکې ده، خو تېره میاشت ۶٪ ترې مخکې وه.
خو یوه بله نظر پوښتنه کې مېرمن کلنټن له ډونلډ ټرمپ ۳ سلنه مخکې او د راتلونکې سې شنبې ورځې د ټاکنو ګټونکې بلل شوې ده.
له بلې خوا په نیواډا ایالت کې شنونکو د نظرپوښټنو له مخې معلومه کړې چې هېلیري کلنټن په دغه ایالت کې مخکې ده، خو زیاتوي چې دلته به ټاکنې ډېرې حساسې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images








