ټرمپ: که کلنټن ته غوږ شو، نړیوالې جګړې ته به ورسېږو

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، د سوریې په تړاو د هېلیري کلنټن پالیسي به د دریمې نړیوالې جګړې اور بل کړي.
د ډونلډ ټرمپ په خبره، امریکا د دې په ځای چې د سوریې ولسمشر بشار اسد واک پرېښودلو ته قانع کړي، خپل پام دې د اسلامي دولت پر ماتولو ټول کړي.
د نوموړي دا خبرې له هغه وروسته دي چې هېلیري کلنټن په سوریه کې د نه الوت سیمې رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ، خو د ځینو په خبره دا ډول پېښه به د روسیې له الوتکو سره د ټکر سبب شي.
ډونلډ ترمپ د خپل ګوند پر هغو غړو هم نیوکه وکړه، چې په ټاکنو کې د ده تر شا د نه درېدلو خبره یې کړې ده.
نوموړي د فلوریډا ښار په میامي کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي: " که گوند یو موټی و، له هېلیري کلنټن ماته خوړلی نه شو"
هغه پر دیموکراته نومانده نیوکه وکړه او ویې ویل: "که کلنټن ته غوږ شو، د سوریې په سر به دریمې نړیوالې جګړې ته ورسېږو"
"بیا له سوریې سره جګړه نه کوئ، له سوریې، روسیې او ایران سره جنګېږئ، خبرې مې ډانګ پېیلې دي؟"
"روسيه اټومي ځواک دی، خو د نورو اپوټه چې یواځې خبرې کوي، داسې هېواد دی چې دغه وسله کاروي."
ښاغلي ټرمپ د پوښتنې په ډول وویل، مېرمن کلنټن " دا سړی(پوتین) ډېر شري بولي، نو څنګه بیا له هغه سره خبرې اترې کولی شي."

د عکس سرچینه، AP
د جمهوریپال نوماند دا ګواښ د هغې اندېښنې غبرګوونکی دی، چې شپږ میاشتې مخکې د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي په کانګرس کې پورته کړه.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ قانون جوړوونکو ته وویل، په سوریه کې " د نه الوت سیمه" رامنځ ته کول له روسیې سره جګړې ته لمن وهلی شي.
هغه چې د وسلوالو ځواکونو د خدمتونو جرګه ګۍ ته خبرې کولې په ډاګه کړه: "د سوریي د اسمان کنټرولولو لپاره باید له سوریې او روسیې سره جګړه وکړو. دا ډېره سخته پرېکړه ده، چې زه به یې هیڅکله ونه کړه"








