کلنټن وايي، نور د ټرمپ پوښتنې نه ځوابوي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې هېلیري کلنټن ویلي، له دې وروسته به پخپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې د جمهویپال ګوند ټاکنیز سیال ډونلډ ټرمپ پوښتنې ځواب نه کړي او یوازې پر مهمو مسلو به خپل پام ورټول کړي.
اغلې کلنټن د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال له خبریالانو سره په خبرو کې تېرو درو مناظرو ته په اشارې سره وویل: "له هغه سره مې څلورنیم ساعته مناظره وکړه. نور ان د هغه د پوښتنو په ځوابولو هم سوچ نه کوم."
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ایله ۱۶ ورځې پاتې دي، چې تر ډېره اوس د وګړو پام د ټرمپ لانجمنو ویناوو ته اوښتی دی.
نوموړي د شنبې په ورځ یوځل بیا محکمې ته د هغو ښځو پر کشولو ټینګار وکړ، چې ګني ټرمپ له دوی سره ناوړه جنسي چلند کړی دی.
پر یکشنبې امریکا کې تازه نظرسنجونې وښوده، چې ښاغلی ټرمپ د امریکا په مهمو ایالتونو کې له خپلې سیالې یوڅه شاته پاتې دی.
د اغلې کلنټن ټاکنیز کمپاین وړاندوېینه کړې، چې راتلونکو ټاکنو ته "روانې ټاکنیزې منډې ترړې د امریکا په تاریخ کې بې سارې دي."
د نوموړې د ټاکنیز کمپاین مشر روبي موک په یکشنبې "فاکس نیوز" خبري اژانس ته وویل: "د تېر په پرتله به دا ځل د رای اچولو صندوقونه ډېر وي."
اغلې کلنټن پیټرزبورګ کې له امریکایانو د یو موټی کېدو غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، AP
دې وویل: "پوهېږم امریکایان د داسې ولسمشر په لټه کې دي، چې د دوی وضعیت ته پام وکړي، دوی ته غوږ ونیسي. زه غواړم همداسې یو ولسمشر شم."
ښاغلي ټرمپ وړاندې په ګټیزبرګ کې ویلي وو، رسنیو د ده په اړه جعلي کیسې جوړې کړې دي چې نړیوالو او امریکایانو ته یې د یوې "خطرناکې او ناوړه څېرې" په توګه وروپېژني.
د یکشنبې په ورځ ټرمپ وویل: "ټولې هغه ښځې چې پر ما تور لګوي، دروغ وايي."

راتلونکی ګام څه دی؟
- د امریکا ټاکنو ته ۱۶ ورځې پاتې، دواړه نوماندان هڅه کوي چې د یولړ مهمو مسلو په تړاو د هېوادوالو پام ځان ته ورواړوي. اټکل دی، چې دوی به په مهمو ایالتونو (اوهایو، شمالي کارولینا، فلورډا او پنسلوانیا کې) سره کتنې ولري.
- رای ورکوونکي به د نومبر پر ۱۸مه، د امریکا د ۴۵ ولسمشر ټاکلو لپاره رایې واچوي.
- ولسمشر به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۰مه، د ولسمشرۍ لوړه وکړي.









