ټرمپ او کلنټن؛ د دریمې او وروستۍ مناظرې ګټونکی څوک دی؟
داسې مناظره نه وه چې د ډونلډ ټرمپ ملاتړ وکړي.
په دې وروستي چانس کې چې د امریکایانو نظر یې د ځان په ګټه بدلولی شو. د جمهوریپالو نوماند باید داسې هڅه کړې وی چې ملاتړي یې ډېر شوي وی.
باید داسې لار یې موندلې وی، چې د جنسي تېریو د مخینې په تړاو تورونو څخه یې واټن زیات شوی وی.
هغه باید ښوولې وی، چې د بدلون نوماند دی؛ دا هم ټیک له هغه څو ورځې وروسته چې د فاکس نظر پوښتنه "څوک به هېواد خورا ښه لور ته بدل کړي" کې هېلیري کلنټن مخکې شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP
د دې په ځای ډونلډ ټرمپ د سترې محکمې، د وسلې د کارولو حق، اچووني(د جنین سقط) او ان کډوالۍ په تړاو د سخت سیاسي جنجال په څېر له نیم ساعت بحث وروسته خپله پخوانۍ څېره ښکاره کړه؛ هغه سړی چې تل د خپلې سیالې خبرې پرې کوي. له مجري سره سختي کوي او په یرغلیزه ژبه یې د رښتونو دښمنانو په څېر مخاطبوي.
هغه مېرمن کلنټن "درواغجنه" او "خبیثه ښځه" وبلله.
ډونلډ ټرمپ هغه مېرمنې چې پر ده یې د جنسي تېري تور لګولی داسې څوک وبللې چې یا ځان ته پام اړول غواړي یا هم د مېرمن کلنټن د ټاکنیز بهیر بوډاګۍ دي.
هغه وویل، رسنۍ عامه فکرونه "مسموموي"، تر ټولو ډېره پام وړ دا چې ویې نه ویل، له ماتې وروسته به د ټاکنو پایلې ومني او که نه.
مېرمن کلنټن هم د مناظرې په ځینې برخو کې دفاعي دریځ ونیو. دا هغه وخت چې د ویکي لیکس له خوا د بهرنیو چارو وزارت پر مهال د پټو برېښنالیکونو، د کلنټن بنسټ او ناخوښو جزیاتو د افشا کېدلو په تړاو وپوښتل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په هر حال توپیر دا دی چې مېرمن کلنټن خپل درنښت ساته، په بریالیتوب سره یې هغه موضوع بدلوله چې په ګټه یې نه وه. په حقیقت کې دا مناظره په مناظره کې د برید او برید ضد ستراتیژۍ په برخه کې مسلکي روزنیز ټولګی و.
له دې مناظرې په ځای پاتې مهم ټکی دا و، چې امریکایان سهار وختي له خوب پاڅیږي او له شک پرته له دې سرلیک سره مخ کیږي، چې ښاغلی ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې په تړاو له خپلو ادعاوو په شا شوی نه دی.
هغه څه چې د امریکا ولس او امریکایي ولسواکۍ یې لیدل او اورېدل نه غواړي.

د عکس سرچینه، Getty Images









