د امریکا ولسمشریزې ټاکنې: اوباما: ټرمپ امریکا او نړۍ ته ګواښ دی

کلنټن او ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د راتلونکې میاشتې پر اتمه د ټاکنو له نېټې رانژدې کېدو سره ټرمپ او کلنټن یو پر بل خپلې نیوکې ډېرې کړې دي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ د امریکا او نړۍ لپاره ګواښ بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې شمالي کارولینا کې د ډیموکرات ګوند د ټاکنیز کمپاین پرمهال کړې. دی وايي، که د ډیموکرات ګوند نومانده هیلیري کلنټن ولسمشره نه شي، نو د ده [اوباما] اته کلنې لاسته راوړنې به په سیند لاهو شي.

شمالي کارولینا د امریکا هغه مهم ایالت دی، چې په ښکاره پکې هېڅ کوم نوماند پر بل مخکې نه ښکاري.

د امریکا ولسمشر، چې له ډیموکرات ګوند سره تړاو لري، ویلي ټرمپ غواړي د لږکیو مدني حقونه تر پښو لاندې کړي.

نوموړی وايي، ټرمپ د امریکا د وسله والو ځواکونو او د هېواد د مشرۍ لپاره سیال او مناسب سړی نه دی.

ټرمپ فلوریډا ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي، که کلنټن بریالۍ شي، نو امریکا به له اساسي قانون سره په ټکر کې شي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه ترسره کېږي.

ټرمپ وايي، هیله یې دا ده چې د کلنټن د بریالیتوب په صورت کې به، جنیايي څېړنې تعقیب کړي.

اوباما په ورته وخت کې د امریکا د فدرالي څېړنو د دفتر (اېف بي ای) پر مشر جیس کومي، وروسته تر هغه نیوکه وکړه، چې د کلنټن اړوندو برېښنالیکونو د مسلې په اړه یې د نویو څېړنو پیلولو اعلان وکړ.

اوباما وویل، دا ډول څېړنې باید پر نابشپړو معلوماتو تکیه ونه کړي.

د تېرې جمعې په ورځ د کومي له نویو څېړنو پیلولو وروسته دا د اوباما لومړۍ څرګندونې او غبرګون دی.

کلنټن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوباما وايي، که کلنټن ولسمشره نه شي، په اته کلنۍ واکمنۍ کې به یې لاسته راوړنې په سیند لاهو شي

رویټرز خبري اژانس یوه نظرپوښتنه خپره کړې چې وايي، کلنټن پر ټرمپ په شپږو پواینټونو کې مخکې ده.

د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې معلومه شوه، چې مېرمن کلنټن هغه مهال د رسمي برېښنالیکونو لپاره شخصي انټرنېټي سرور کارولی و، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیره وه.