ډونالډ ټرمپ: له شتمن سوداګره د ولسمشرۍ تر مخکښ نوماند

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېره موده مخکې له دې چې د ولسمشرۍ نوماند په توګه راوړاندې شي، ډونالډ ټرمپ د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر و.
یو وخت يې ګومان نه کېده، خو ډونالډ ټرمپ اوس د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريپال ګوند نوماند او سپینې ماڼې ته ډېر نژدې شوی دی.
د ډونالډ ټرمپ د نوماندۍ په اړه شکونه یوازې د کډوالو په اړه د هغه دریځ او د ټاکنیزو هڅو له افراطي بڼې سرچینه نه اخلي، بلکې د هغه د تېر شهرت سره هم تړاو لري.
ټرمپ له دې امله هم د سیاسي کارپوهانو غوسه راوپاروله چې د ولسمشر اوباما د امریکايي تابعیت په اړه يې د توطيې نظریاتو یا بېرتر غورځنګ ("Birther Movement") ملاتړ اومشرتوب وکړ او په وار وار يې د ولسمشر اوباما مشروعیت ترپوښتنې لاندې راوست.
اوباما هم په ۲۰۱۱ کې خبریالانو سره د یوې میلمستیا په ترڅ کې پر ډونالډ ټرمپ ملنډې ووهلې.
خو دغه ۷۰ کلن سوداګر هغه وخت ټولې وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې چې د جمهوريپال ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې ډېرو باتجربه سیاستوالو ته ماتې ورکړه.
هغه بالاخره پر هغه څه اعتراف وکړ چې ډېری خلک پرې خبردي چې ولسمشر اوباما په امریکا کې زیږېدلی دی. خو داخبره یې په داسې ډول وکړه چې کومه بښنه يې و نه غوښته.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ژوند لومړي وختونه
ښاغلی ټرمپ د نیویارک د ملکیتونو یو شتمن سوداګر، فرېډ ټرمپ، څلورم اولاد دی.
د کورنۍ د شتمنۍ سره سره، له ده هیله کېده چې د پلار په شرکت کې د ټیټې کچې کارونه وکړي او کله چې يې په ښوونځي کې په ناسمې رويې پیل وکړ په ۱۳ کلنۍ کې پوځي اکاډمي ته ولېږل شو.
هغه د پنسلوانیا د پوهنتون په وارټن پوهنځي کې زده کړه وکړه او کله چې يې مشر ورور، فرېډ، د پیلوټۍ مسلک غوړه کړ، دی د پلار ځای ناستی شو.
فرېډ ټرمپ د شرابو څکلو له امله په ۴۳ کلنۍ کې ومړ. دا داسې یوه پېښه وه چې ورور يې وايي د دې سبب شوه چې په خپل ټول ژوند کې له شرابو او سګرټو ډډه وکړي.
ښاغلی ټرمپ وايي مخکې له دې چې د پلار په شرکت کې شریک شي له پلار څخه يې د "یو میلیون ډالرو وړوکي" پور په اخیستلو سره د ملکیتونو سوداګري پیل کړه.
ټرمپ د نیویارک د ښار کې د استوګنې کورونو په برخه کې د پلار د پراخ تجارت د اداره کولو چارو سره مرسته کوله.
په ۱۹۷۱ کې يې د شرکت کنټرول په خپل لاس کې واخیست او نوم يې ورته د ټرمپ سازمان کېښود.
د ډونالډ ټرمپ پلار په ۱۹۹۹ کې مړ شو. هغه وخت ښاغلي ټرمپ ويلي وو "زما پلار ما ته الهام راکاوه"

د عکس سرچینه، Getty Images
شتمن شوداګر
ښاغلي ټرمپ د خپلې کورنۍ سوداګري په بروکلین او کوینز کې له استوګنیزو ودانیو څخه د مېنهاټن شاندارو پروژو ته بدل کړ، د کموډور زوړ هوټل ېې د هایت په ستر هوټل باندې بدل کړ او د ټرمپ مشهوره ودانۍ، د نیویارک په پنځم سړک کې د ټرمپ ۶۸ پوړیزه ودانۍ ېيې جوړه کړه.
ورپسې نورې مشهورې ودانۍ هم جوړې شوې- د ټرمپ ماڼۍ، د ټرمپ نړیوال برج، د ټرمپ نړیوال هوټل او برج، او داسې نور.
په ممبی، استانبول او فېلیپین کې هم د ټرمپ برجونه شته دی.
ښاغلي ټرمپ هوټلونه او د قمارځایونه (Casinos) هم جوړ کړي، د سوداګرۍ یوه برخه چې د دیوالي کېدو د څلور قضیو سبب شوه (د سوداګرۍ دیوالیتوب، نه شخصي دیوالیتوب).
ښاغلي ټرمپ د ساعتیرۍ او سرګرمي یوه امپراتوري هم جوړه کړې. له ۱۹۹۶ نه تر۲۰۱۵ پورې، د مېرمن یونیورس، مېرمن یو ایس اې او مېرمن ټین یو ایس اې د ښکلا د نندارو یو خاوند وو.
په ۲۰۰۳ کې يې د شاګرد ( اپرینتیس) په نامه د اېن بي سي ټلویزیون یوه خپرونه پیل کړه، چې په هغې کې ګډون کوونکو د ښاغلي ټرمپ په سازمان کې په لنډمهالي ډول د مدیریت دندو ترلاسه کولو لپاره سیالي کوله.
ښاغلی ټرمپ د دې خپرونو د لړۍ د ۱۴برخو وړاندې کوونکی یا کوربه و، او د خپلو مالي چارو د څرګندولو په وخت کې يې ویلي وو چې د دغې ټلویزیونې شبکې له خوا ورته په ټوله کې ۲۱۳ میلیونه ډالره تنخوا ورکړل شوې وه.
ښاغلي ټرمپ څو کتابونه لیکلي، او د یو شمېر سوداګريزو توکيو د لړۍ خاوند دی چې له نیکټايي نیولې تر بوتلي اوبو پورې راز راز شیان خرڅوي.
د فوبیس مجلې له مخې، د هغه خالصه شتمني ۳،۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو ښاغلي ټرمپ په وار وار ټینګار کړی چې ۱۰ میلیارده ډالره شتمني لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
مېړه او پلار
ټرمپ درې ځله واده کړی، خو تر ټولو مشهوره ښځه يې لومړۍ مېرمن ایوانا زیلنیکووا، وه چې د چک هېواد یوه ورزشکاره او ماډل وه.
هغوې درې ماشومان لري- کشر ډونالډ، ایوانکا او ایریک. په ۱۹۹۰ کې هغوې محکمې ته د طلاق د وسیه وړاندې کړه.
محکمې کې د دوی د دعوا په وخت کې ورځپاڼو د هغوې په هکله راز راز راپورونه خپرول. په دغو راپورونو کې داسې ادعاګانې هم وې چې ټرمپ د خپلې ښځې، ایوانا، سره ناوړه رویه کوله، خو ایوانا وروسته پر دغو پېښو ډېرټینګار ونه کړ.
ټرمپ په ۱۹۹۳ کې هنرمندې لوبغاړې، مارلا مېپلز، سره واده وکړ.
هغوی په۱۹۹۹ کې د طلاق نه وړاندې د ټیفني په نامه یوه لور درلوده. ډونالډ ټرمپ په ۲۰۰۵ کې خپلې اوسنۍ ښځې میلانیا کناوس سره واده وکړ چې د ښکلا یوه ماډل ده، او هغوی د بارون ویلیم ټرمپ په نامه یو زوې لري.
د هغه له لومړي واده اولادونه اوس د ټرمپ سازمان له کارونو سره مرسته کوي، خو ډونالډ ټرمپ تراوسه د دې سازمان مشر دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولمشرۍ نوماند
ښاغلي ټرمپ په ۱۹۸۷ کې ویلي وو چې د ولسمشرۍ لپاره به ښايي ځان کاندید کړي، او ان د ۲۰۰۰ کال په سیالیو کې يې د ریفورم ګوند د یو نوماند په توګه برخه اخیستې وه.
له ۲۰۰۸ وروسته، د بېرتر" Birther" غورځنګ یو نامتو غړی شو، چې په امریکا کې د بارک اوباما د زیږېدو په اړه يې شک څرګنداوه. خو دا تورونه په بشپړه توګه رد شول او ثابته شوه چې اوباما د امریکا په هاوايي (Hawaii) ایالت کې زیږېدلی وو.
خو د ۲۰۱۵ په جون کې ښاغلي ټرمپ رسما اعلان وکړ چې په ټاکنیزو سیالیو کې برخه اخلي.
هغه په خپله وینا کې وویل "موږ داسې یو کس ته اړتیا لرو چې دا هېواد بیا په یو سترهېواد بدل کړي. موږ دا کار کولی شو،".
هغه ژمنه وکړه چې د یو نوماند په توګه د پيسو راټولو ته اړتیا نه لري، کومو ځانګړو ګټو ته ځواب ورکوونکی نه دی او یو ډېرښه بهرنی کاندید دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې شعار لاندې چې "امریکا به بیا ستره کړو" ، ټرمپ یو ناندره ییز کمپاین وچلاوه او ژمنه یې وکړه چې د امریکا اقتصاد به پیاوړی کوي، د امریکا د متحدو ایالتونو او مکسیکو ترمنځ پولې په اوږدو کې به یو دیوال جوړوي، او په لنډمهاله ډول به د امریکا متحدو ایالتونو ته د مسلمانو کډوالو پر راتګ بندیز لګوي "ترڅو چې زموږ د هېواد استازي معلومه کړي چې څه پېښېږي".
د هغه د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د پراخو اعتراضونو او د هغه د جمهوریپالو سیالانو، ټېډ کروز او مارکو روبیو د سختو هڅو سره سره، د انډیانا ایالت د لومړنیو ټاکنو وروسته ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريپال ګوند اصلي نوماند شو.








