تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په موصل کې داعش د حکومتي ځواکونو په ضد سخت مقاومت کوي
د عراق په موصل کې حکومتي ځواکونه د عملیاتو په شپږمه ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسلوالو له سخت مقاومت سره مخ دي.
له دې مخکې امریکايي چارواکو ویل، چې حکومتي ځواکونو په موصل کې پاموړ پرمختګ کړی دی.
د بي بي سي خبریال چې د موصل په جنوب کې د عراق له ځواکونو سره دی، وايي، داعش په ځانمرګو بریدونو سره د حکومتي سرتېرو مقابله کوي.
د هغه په خبره، داعش موټربمونه په ډېره چټکتیا سره د حکومتي ځواکونو لیکو ته رسوي او چاودنې ور کوي.
په ځواب کې حکومتي ځواکونه د موټر ضد لارښود توغندي کاروي.
په کرکو کې د داغش بریدونه
له بلې خوا د عراق پر کرکوک ښار د اسلامي دولت ډلې په ډله ییزو او همغږو بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.چاروکي وايي، داعش پر حکومتي ودانیو په برید کې ۶ پولیس او د یوه برېښنا کوټ د رغونې په چارو بوخت ۱۳ کارګر هم وژلي دي.
حکومت د اسلامي دولت د مقابلې لپاره دغه ښار ته نور سرتیري استولي.
پر کرکوک د داعش له برید وروسته بېړنی وضعیت اعلان شوی او ګرځبندیز لګېدلی دی.
د رپوټونو له مخې په دې جګړه کې د داغش ۱۲ وسلوال وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.
د حکومت تېر اېستلو برید
حکومت او کورد ځواکونو په موصل کې تېره دوشنبه د اسلامي دولت په ضد پراخ عملیات پیل کړل.
موصل د کرکوک شمال لوېدیځ ته په ۱۷۰ کیلومترۍ ک پروت دی.
د عراق مرکزي حکومت او کوردان دواړه د د کرکوک پر ملکیت دعوه لري.
په عراق کې د بي بي سي خبریال ریچارډ ګلپین وایي، اسلامي دولت د دې لپاره پر کرکوک برید وکړ چې وښيي، لا هم یو ځواک دی. " د دې برید "څرګنده موخه له موصل د عراقي ځواکونو غړول دي."
د ۱۸ مېرمنو وژل
د کرکوک په سویل کې په یوه بله پيښه کې اتلس میرمنې وژل شوې او څلویښت نورې ټپې شوې دي.
د چارواکو په وینا برید یوې نامعلومې جنګي الوتکې د شیعه ګانو پر یوې غونډه کړی چې د کربلا په پيښه کې یې د امام حسین پر وژل کیدو ویر کاوه.
امریکا له جمعې راهیسې په دغه سیمه کې د اسلامي دولت د وسلوالو په ضد هوايي عملیات پیل کړي دي.
له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر وايي، له اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د بیرته نیولو په عملیاتو کې د ترکیې د رول په اړه له ترکي چارواکو سره غږیدلی او هوکړې ته رسیدلی دی.
د نوموړي په خبره، د ناټو تړون د یوه غړي په توګه د موصل په بیرته نیولو کې د ترکیې د رول په اړه په اصولو کې د نظر توافق شته.
له بلې خوا یوه عراقي چارواکي بي بي سي ته ویلي، عراق په دغو عملیاتو کې د ترکیې پر رول قانع دی، خو په داسې ډول چې د دغه هبواد خپلواکي له پوښتنې سره مخ نه کړي.
د موصل د بیرته نیولو د عملیاتو له پيل وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي و، که د دوی رول ته پام ونه شي نو پر بدیله لار به فکر وکړي.
د موصل اکثره اوسیدونکي سني مذهب او یو شمیر یې ترکمن توکمه دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې په موصل کې د ملکي وګړو پر وضعیت اندیښنه ښودلې.
د دغې ا دارې ویاندې راوینا شمدساني ویلي، اسلامي دولت ډلې څه باندې پنځه سوه کورنۍ یرغمل کړي او ښايي د بشري ډال په توګه یې وکاروي.
" اسلامي دولت ډلې شاوخوا دوه سوه کورنۍ د اکتوبر پر اولسمه اړ کړې چې له سمالیا کلي موصل ښار ته کډه شي، په همدې ورځ یې۳۵۰ کورنیو له نجفیه کلي موصل ښار ته کډه کړې دي".
د نوموړې په خبره، ملګري ملتونه هغه رپوټونه هم څیړي، چې وايي اسلامي دولت ډلې د موصل په څنډه کې په یوه کلي کې څلویښت ملکي وګړي وژلي دي،
موصل چې د عراق دویم لوی ښار دی دوه کاله وړاندې د اسلامي دولت لاس ته ولوید.
په عراق کې اوس موصل یواځینی لوی ښار دی، چې د دغې ډلې په ولکه کې دی.