تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وروستۍ مناظره کې ټرمپ د ټاکنو پایلو منلو ته غوڅ ځواب ور نه کړ
د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې په وروستۍ او دریمه مناظره کې د جمهوریپال ګوند نوماند یو ځل بیا دې پوښتنې ته روښان ځواب ور نه کړ، چې د ټاکنو پایلې مني او که نه.
ډونلډ ټرمپ بیا وویل، د امریکا ټاکنیز سیستم کې د ده په ضد لاس وهل شوی، ځکه به د ټاکنو پایلې منلو ته تر همغې ورځې منتظر وي.
خو نوموړي په لومړنۍ مناظره کې په ډاګه کړې وه، چې د ټاکنو پایلې به ومني.
وروستۍ مناظره د پخوانیو دوو هغو په پرتله ډېره ننګوونکې وه.
په نوادا ایالت کې د مناظرې له ځایه د بي بي سي خبریال وايي، د ټاکنو د پایلو نه منلو په تړاو د ډونلډ ټرمپ دې ټینګار د دې مناظرې خورا لانجمنه برخه وه.
د امریکا د ټاکنو په تاریخ کې تراوسه داسې نه و شوي چې یو نوماند یې پایلې له پوښتنې سره مخ کړي.
د ډیموکرات ګوند نوماندې هېلیري کلنټن د ښاغلي ټرمپ دغه دریځ ته سخت غبرګون وښود او ویې ویل، دا څرګندونې "وېره" ده او په دې حیرانه ده چې څنګه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند دا ډول دریځ غوره کوي.
مېرمن کلنټن ښاغلی ټرمپ د امریکا د ولسواک نظام پر "بدنامولو" تورن کړ.
د مناظرې د ۹۰ دقیقو ډېره برخه پر شخصي ناندریو چورلېده.
ښاغلي ټرمپ هم د اغلې کلنټن ټاکنیز مرکز تورن کړ، چې د نوموړي د انتخاباتي هڅو پر ضد تاوتریخوالي ته لمن وهي.
په مناظره کې ایران
په دې مناظره کې څو ځلې د ایران نوم یاد شو، چې یو ځل هم د عراق د موصل ښار د نیولو په تړاو وه.
ښاغلي ټرمپ د اغلې کلنټن د څرګندونو په ځواب کې وویل، د عراق په موصل کې د امریکا له برابر شوي فرصت ایران ناوړه ګټه اخلي، ځکه د نوموړي په اند د موصل اصلي نیوونکی به ایران وي.
ښاغلي ټرمپ پر کلنټن تور ولګاوه چې د ناسم سیاست له امله یې ایران ته یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون ډالر ایران ته ور کړل شوي دي.
هغه یو ځل بیا له ایران سره پر اټومي تړون نیوکه وکړه، خو مېرمن کلنټن باوري ده، چې دې تړون "ایران له اټومب بم جوړولو منع کړ، چې څو ګامه ډېر ترې لرې نه و"
حلب او د امریکا رول
جمهوريپال نوماند سیاله کلنټن د سوریې په حلب کې د "ناوړه" وضعیت مسووله وبلله.
هغه وویل، امریکا په سوریه کې د روسیې او سوریې د ولسمشرانو ( ویلادیمیر پوتین او بشار اسد) د ځیرتیا په مقابل کې ماته خوړلې.
په بل بحث کې مېرمن کلنټن روسیه او پخپله ولادیمیر پوتین پر سایبري بریدونو تورن کړل او ډونلډ ټرمپ یې هم د ښاغلي پوتین"لانځکه" وباله او زیاته یې کړه، پوتین غواړي سپینه ماڼۍ د ټرمپ شي.
خو په ځواب کې یې ډونلډ ټرمپ وویل، نه پوهیږي چې پوتین یې په تړاو ښې خبرې کوي.
ښاغلي ټرمپ خپلې دا پخوانۍ خبرې بیا وکړې، چې له امریکا سره د متحد پاتېدلو لپاره باید سعودي عربستان، جاپان او جرمني ډېرې پیسې ورکړي.
په لومړۍ مناظره کې دواړو نوماندانو په پیل او پای کې لاسونه سره ورکړل. د دویمې مناظرې په پای کې یې یواځې لاسونه سره جوړه کړل، خو په دریمه مناظره کې یې هیڅکله هم یو بل ته لاسونه ور نه کړل.
په دا مهال داسې رپوټ دی چې دواړه نوماندان به د نیویارک د لوی اسقف په بلنه په ګډه ماښامنۍ وخوري.
د نظرپوښتنو پایلې ښيي چې مېرمن کلنټن له ډونلډ ټرمپ مخکې ده.