تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د تایلنډ پاچا پوميپون ژوند
د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی د نړۍ تر ټولو پاچاهانو د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه. ده ته، داسې یوه هېواد کې چې ګڼې کودتاوې یې تجربه کړې، ۱۷ اساسي قانونونه او خورا ډېر لومړي وزیران یې درلودلي، د یووالي د سمبول په سترګه کتل کېږي.
پاچا پوميپون داني-ادی (کیڼ لاس ته) وروسته له دې چې ورور یې (ښی لاس ته) پاچا اناندا ماهیدول بنګکاک کې شاهي ماڼۍ کې په ناڅرګند ډول په ډزو ووژل شو، د ۱۹۴۶ کال د جون پر نهمه د هغه ځای ناستی شو.
پاچا داني-ادی د امریکا د متحده ایالتونو د ماسېچوست ایالت کېمبرېج سیمه کې زېږېدلی ؤ. پلار یې هلته زدکړې کولې. ده وروسته سویس کې زدکړې وکړې او له خپلې مېرمنې شهزادګۍ سېرېکت سره اروپا کې آشنا شو.
دوی څلور ماشومان درلودل خو دلته د ۱۹۵۵کال انځور کې یوازې یو شهزاده او یوه شهزادګۍ لیدل کېږي.
پاچا پوميپون د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې وکړی شول د شاهي کورنۍ انځور ښه کړي. ده د کرهنې اوږدمهالې پرمختیايي پروژې پیل کړې. پاچا پومیپون د نړۍ له مشرانو سره هم لیده کاته کول. پورتني انځور کې واشنګټن ته د رسمي سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر ډوایت آیزنهاور سره لیدل کېږي.
او دلته ۱۹۶۰ کال کې د بریتانیا د ملکې الیزابت سره لیدل کېږي.
۱۹۷۲ کال کې ملکې الیزابت تایلنډ ته پنځه ورځنی رسمي سفر وکړ.
۱۹۷۳ کال کې د لومړي ځل لپاره پاچا پومیپون د تایلنډ ګډوډ سیاسي وضعیت کې په ښکاره لاسوهنه وکړه. وروسته له دې چې پر ډیموکراسي پلوو مظاهره کوونکو سرتېرو ډزې وکړې، دوی ته شاهي ماڼۍ کې پناه ورکړل شوه. دا خوځښت د دې لامل شو چې اداره او وروسته لومړی وزیر له واکه ولوېږي.
۱۹۸۱ کال کې پاچا پخپله د لومړي وزیر پر ضد کودتا کې د پوځیانو پر وړاندې ودرېد.
پاچا پومیپون هنري ذوقونه درلودل. عکاسي یې کوله، سکسافون ته یې سندرې کمپوزولې، نقاشي او لیکنې هم کولې. پاچا پورتني عکس کې (ښی لاس ته) د موسیقۍ غږولو پر مهال لیدل کېږي.
تایلنډ کې د سیاسي تاوتریخوالو پر مهال څو څو ځلې له پاچا وغوښتل شول لانجه آواره کړي، خو ده به مناسبه نه بلله.
د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر پر ۵ د پاچا پومیپون اتیایمه کلیزه ولمانځل شوه.