تاجکستان له افغانستانه د فوټبال دوستانه لوبه وګټله

د افغانستان او تاجکستان د فوټبال د لوبډلو ترمنځ یوه دوستانه لوبه د تاجکستان لوبډلې په یو ګول وګټله.
دغه لوبه کې چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې ترسره شوه د تاجکستان لوبډلې په کې یو ګول وکړ او افغان لوبډله ونه توانېده چې ګول وکړي.
نور الدین دوران اف د لوبې په دویمه دقیقه کې وتوانېد چې د افغان لوبډلې پرضد ګول وکړي او لوبه یو صفر کړي.
که څه هم افغان لوبغاړو ډېرې هڅې وکړې خو د لوبې ترپایه لوبه یو صفر پاتې شوه.
د لوبې په پیل کې لوبغاړو او لوبغالي کې ټولو شویو تماشاچیانو په بدخشان کې د رامینځ ته شوې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندونو لپاره یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
افغان لوبډلې د لوبې په جریان کې پر خپلو موټو تور ټوکرونه تړلي وو.
د یادولو وړ ده چې په دې لوبه کې دوو وتلو افغان لوبغاړو بلال ارزو او حشمت الله بارکزي برخه نه لرله.
د تاجکستان د لوبډلې روزونکي محسن محمدایو پرون د افغان لوبډلې له روزونکي یوسف کارګر سره یوې ګډې خبرې غونډې ته ویلي وو چې د افغان لوبډلې پروړاندې لوبه به ننګوونکې وي.
دغه راز ښاغلي کارګر ویلي و چې په دې دوستانه لوبه کې د افغان لوبډلې ګډون ورته په دې خاطر مهم دی چې په سیمه کې د فوټبال لوبې کیفیت او سطحه لوړه شي.
دا په تېره یوه لسیزه څلورم ځل و چې د تاجکستان او افغانستان د فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي او په ټولو سیالیو کې افغان لوبډلې ماتې خوړلې ده.
دا لوبه د چلنج کپ د لوبو لپاره د تیاریو په لړ کې ترسره شوه چې د روانې عیسوي میاشتې په ۱۹ په مالدیف کې پیلېږي.
د چلنج کپ په سیالیو کې به د مئ په ۲۰مه افغان لوبډله د فلپین له لوبډلې سره لوبه وکړي.
دغه راز په پام کې ده چې افغان لوبډله د مئ د میاشتې په ۱۴ نیټه د کویت له لوبډلې سره هم یوه دوستانه لوبه وکړي.








