افغان واليبال لوبډلې د تاجکستان ټيم ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، fars
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د تاجکستان ټیم ته په یوې دوستانه سیالۍ کې درې پر صفر ماتې ورکړه.
دا سیالې په پلازمېنه کابل کې وشوه.
دا لومړى ځل دی چې د تاجکستان د واليبال ملي لوبډله په يوه دوستانه سيالي کې په افغانستان کې دننه له افغان لوبډلې سره مخامخېږي.
زموږ همکاره وړانګه علیزۍ په خپل رپوټ کې وايي د لوبې په پیل کې افغان لوبغاړو د ښو شوټونو په وهلو سره ښه امتیازونه ترلاسه کړل.
د تاجکستان لوبغاړو هم د لوبې په ترڅ کې څو امتیازونه واخیستل، خو لوبه درې په صفر د افغان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د تاجکستان لوبغاړي وایي د دوی ټيم چې تازه جوړ شوی سیالیو ته راوتلی او ډېره سپورتي تجربه نه لري.
د پلازمېنې کابل زرګونه اوسېدونکي د دغې لوبې لیدو او د خپلو لوبغاړو هڅولو ته راغلي وو
د افغانستان د والیبال لوبډله په ۱۳۵۷ کال کې جوړه شوه، تر دې دمه ډېرې لاسته راوړنې لري دي.








