فوټبال: افغانستان پاکستان ته درې صفر ماتې ورکړه

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ لومړۍ نیمايي کې پاکستان ته یو ګول، خو د دویمې نیمايي لومړیو کې یې تر دویم ګول وروسته اویایمه دقیقه کې درېیم ګول هم ورکړ، چې په دې سره یې د صفر مقابل کې په درېیو ګولونو ماتې ورکړه.
درېیم ګول حشمت الله بارکزي وکړ، چې د بلال ارزو پرځای یې لوبه وکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي یوسف مشرقي په پاس ارش اصفي دویم ګول وکړ.
افغان لوبغاړو لومړۍ نیمايي کې د پاکستان لوبډلې یوه شوټ مقابل کې نهه شوټه وکړل، د افغانستان 'اف سایډ' یو خو د پاکستان لوبډلې صفر و.
د دواړو لوبډلو کارنر یو د یوه په مقابل کې و.
د لوبې تماشاچیانو له منځه زموږ همکار خوشحال تایب وايي، تماشاچیان په دې نظر دي، چې د لوبې ګټل مهم نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو او فوټبال راتلونکو سیالیو غوړېدا مهمه ده.
اوس د لوبې لومړۍ نیمايي پای ته ورسېده او لوبغاړي دمه کوي.

د لوبې لومړیو ۱۹ دقیقو کې د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي سنجر احمدي د یوسف مشرقي په پاس یو ګول وکړ.
ځينې لوب څاري وايي، پاکستان له افغان لوبډلې سره 'دفاعي لوبه' کوي، چې په وینا یې نژدې اویا سلنه د توپ واک له افغان لوبغاړو او دېرش سلنه نور بیا له پاکستاني لوبغاړو سره دی.
لوبه د افغانستان او پاکستان د ملي سرودونو په غږولو سره پیل شوه، چې ځینې افغان خصوصي تلوېزیونونه او رادیوګانې یې په ژوندۍ بڼه خپروي.
د افغانستان ملي لوبډلې سرو جامو کې اته لوبغاړي د پاکستان ملي لوبډلې له هغو اتو لوبغاړو سره لوبه کوي، چې سپینې جامې یې غوستې دي.
د پاکستان ملي لوبډله کابل ته رسېدلې او پرون مازدیګر یې په دې اړه په کابل کې یوه ګډه خبري غونډه هم جوړه شوې وه.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا فوټبال کنفدراسیون درجه بندۍ کې د اسیا په جنوب کې راځي، چې په ۱۹۳۳ کال جوړه شوې او په ۱۹۴۸ کال د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) غړیتوب یې ترلاسه کړ.
د دغې لوبډلې لومړنۍ سیالي په ۱۹۴۱ کال د ایران د فوټبال له ملي لوبډلې سره وه، چې د صفر په مقابل کې په صفر مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال لوبډله په ۱۹۵۸ کال د لندن اولمپیک لوبو کې هم د لوګزامبورک پروړاندې ولوبېده، خو پر افغانستان د شوروي تر یرغل او بیا د کورنیو جګړو ناخوالو هرڅه له منځه یووړل .
افغان فوټبال ملي لوبډلې په ۱۹۴۸ کال د اسیايي ملتونو اتلولیو کې ولوبېه، خو تر ۲۰۰۲ پورې یې هېڅ نړیوالو سیالیو ته لار ونه مونده.
په ۲۰۰۲ کال کې تر ۲۸ کلونو وروسته افغانستان له جنوبي کوریا سره د اسیايي لوبو پرمهال نړیوالو سیالیو کې ولوبېد.
دا چې افغان لوبډله نوې جوړه شوې وه، ډېره ونه ځلېده؛ ځکه چې ډېره تجربه یې نه لرله.
د (۲۰۰۳) کال مارچ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له قرغیزستان سره ولوبېده، چې سیالي د ۱-۲ په نتیجې سره پای ته ورسېده.
افغانستان د سوېلي اسیا فوټبال فدراسیون اتو ډلو کې سريلانکا او پاکستان ته ماتې ورکړه، خو د هند پر وړاندې یې څلور د صفر مقابل کې ماتې وخوړه.
د سوېلي افریقا نړیوال جام مقدماتي سیالیو کې افغانستان له سوریې سره مخامخ شو.
د ۲۰۰۸ کال جون کې افغانستان له سریلانکا، بوټان، او بنګله دېش سره ولوبېد.
د افغانستان فوټبال اوسني ملي لوبډله کې شپږ هغه لوبغاړي دي، چې جرمني کې اوسېږي، خو دغې لوبډلې تر اوسه د فوټبال په هېڅ کومه نړیواله سیالي کې برخه نه ده اخیستې.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د مالي لګښتونو د کمښت له کبله نړیوالو لوبو کې له ډېرو لوبو بې برخې ده، او نورې نړیوالې لوبډلې هم افغانستان کې د ناامنیو له کبله سیالیو ته زړه نه ښه کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فوټبال وروستۍ سیالي په ۱۹۷۶ کال کې د افغانستان د خپلواکۍ لمانځلو پرمهال وه، چې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوې وه، چې افغانستان د یو- صفر مقابل کې پاکستان ته ماتې ورکړه.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدا وروسته، افغانستان د لومړنۍ نړیوالې سیالۍ په درشل کې په ۲۰۰۳ کال له هند، پاکستان او سریلانکا سره مخامخ شو.
وروسته یې پر همدې کال د اسیايي کپ سیالیو کې ګډون وکړ، او د قرغیزستان پروړاندې یې لوبه وګټله.
په ۱۹۴۸ کال د فیفا تر غړیتوب ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان معارف، پوهنتونونو او اردو کې د فوټبال ټیمونه جوړ شول.








