د فوټبال مینه وال پر سړکونو هم لوبه کوي

په افغانستان کې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د فوټبال لوبې زیات پلویان ځان ته ورمات کړي دي، تر هغه ځایه چې یوازې د افغانستان په اولمپیک کمېټې کې سلګونه لوبډلې ثبت او راجستر شوې.
ددغو لوبډلو ځوان او تنکي لوبغاړي په کوڅو او پر بوختو سړکونو او ان د سړک غاړې د څراغونو تر روښنايي لاندې د شپې تر ناوخته لوبې کوي.
ددغو ځوانو لوبغاړو ګڼ شمېر یې چې د ورځې له خوا په نورو چارو بوخت وي، د فوټبال لوبغالو ته لاسرسی هم نه لري.
زموږ همکار خوشحال تایب په یوه راپور کې په کابل کې د سړک غاړې فټبال لوبو ته پام کړی دی.
په افغانستان کې د فوټبال ګڼ مینه وال، زیاتره افغان ځوانان او تنکي ځوانان د نړۍ د نورو ځوانانو په شان پر فوټبال مین دي.
د پلازمېنې کابل په زیاتره برخو کې ګڼ شمېر ځوانان خپل سهار په فوټبال پیلوي، خو په ځینو نورو برخو کې بیا د سړک غاړې فوټبال د شپې تر ناوخته روان وي او ځوانان د څراغونو په رڼا کې لوبې کوي.
د دوی جامې یو شان او یو رنګ هم نه دي، خو د فوټبال لوبې ته لېوالتیا ښيي.
د دارلامان پر له ګڼې ګوڼې ډک سړک د ترافیکو پېښو خطرونه هم ډېر دي، د یو شمېر لوبغاړ په وینا ددغو خطرونو تر څنګ پولیس هم دوی لوبو ته نه پرېږدي، توپونه یې ترې وړي او د شپې له خوا د سړک غاړې څراغونه پرې بندوي.
دوه نوي توپونه
که څه هم لوبه د څو شېبو لپاره بندېږي، خو ځوانان بیا هم خپله لوبه پیلوي. دوی وايي په اونۍ کې یو دوه نوي توپونه اخلي.

د افغانستان د اولمپیک ملی کمېټه وايي د فوټبال د پرمختګ لپاره یې د سړک غاړې او کوڅو له یو شمېر فوټبال لوبډلو سره مرستې کړي او ځینې سپورتي وسیلې یې ورته برابرې کړې دي.
ظاهراً په نورو هېوادونو کې د سړک غاړې او کوڅې فوټبال د بدلون رامنځ ته کولو لپاره ترسره کېږي، خو په افغانستان کې دا کار له مجبوریت او د اړینو لوبغالو د نه شتون له امله کېږي.
په افغانستان کې زیاتره لوبغاړي د داسې ورځې د رارسېدو په تمه دي چې په هېواد کې معیاري او ستندرد لوبغالي ولري او دوی هم دې ته تیار شي، چې د نړۍ د نورو لوبغاړو په شان خپل استعدادونه او وړتیاوې وښيي.








