
پونټينگ ١٦٨ پنځه ورځنۍ لوبې کړې چې ١٣٣٧٨ منډې يې په کې کړې دي.
د استراليا پخواني کپتان او د نړۍ يو له خورا مخکښو کرېکټ لوبغاړو، ريکي پونټينگ خپله وروستۍ پنځه ورځنۍ لوبه له سويلي افريقا سره په ماتې بشپړه کړه او ويې ويل هيله من دى چې د خپل هېواد کرېکټ ته يې تر وسه کار کړى وي.
٣٨ کلن ريکي پونټينگ په پرت کې له سويلي افريقا سره تر پنځه ورځنۍ لوبې وړاندې ويلي و چې دا به يې وروستۍ لوبه وي.
هيله يې دا وه چې په بري به لوبه پرېږدي ، سويلي افريقا د لوبې په ډگر کې د دۀ هرکلى وکړ خو مخه ښه يې ورته په ماتې وشوه.
پونټينگ ١٦٨ پنځه ورځنۍ لوبې کړې چې ١٣٣٧٨ منډې يې په کې کړې دي.
د دۀ د منډو اوسط تر ٥٠ پورته و.
په ٣٧٥ يو ورځنيو رسمي لوبو کې هم پونټينگ د استراليا په استازېتوب لوبه کړې وه.
په يو ورځنيو لوبو کې هم پونټينگ تر ١٣ زرو ډېرې منډې درلودې.
دۀ په پنځه ورځنيو او يو ورځنيو لوبو کې ټولټال ٧١ سليزې کړې وې او د خپل پېر يو له خورا تکړه منډه جوړونکو څخه بلل کېدۀ.
د دۀ په کپتانۍ کې استراليا خورا ډېرې لوبې گټلې دي.
اتلولۍ
د پونټينگ په شته والي کې استراليا درې ځله د کرېکټ نړيوالو لوبو کې اتله شوې ده.
خو په خپله وروستۍ لوبه کې پاونټينگ په دوو پاڼيو کې يوازې ١٢ منډې وکړى شوې.
له لوبې وروسته چې سويلي افريقا په کې په ٣٠٩ منډو بريالۍ شوه، پونټينگ وويل "هيله من يم چې ما دې د استراليا د کرېکټ لپاره تر خپله وسه کار کړى وي."
د پونټينگ يوازينۍ لويه ناکامي دا وه چې درې وارې يې د استراليا له تر ټولو ستر سيال انگلستان څخه د پنځه ورځنيو لوبو سيالۍ بايللې وې.
بل هيڅ استراليايي کپتان درې ځلې په پنځه ورځنيو سياليو کې له انگلستان څخه ماتې نه وه خوړلې.
خو د پونټينگ په شته والي کې استراليا انگلستان ته پنځه صفر هم ماتې ورکړې وه او يو له هغو کپتانانو و چې پرله پسې گڼې پنځه ورځنۍ لوبې يې گټلې وې.












