کریکټ: اسټرالیا ته ۶۳۱ هدف ټاکل شوی

د خپريدو وخت: 09:27 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

د جنوبي افریقا توپ وهونکي ونه توانیدل، چې د اسټرالیايي بالرانو د توپاني توپونو مخه ونیسي او یو په بل پسې وسوځېدل.

اسټرالیا له سویلي افریقا سره د کریکټ سیالیو په لړ کې د پرت ټېسټ لوبې په دریمه ورځ د لوبغاړو له سوځېدو پرته ۴۰ منډې جوړې کړې.

د دریمې ورځې په پای کې ډېوډ وارنر او اېډورډ کوون د لوبي په ډګر کې موجود وو.

د دې لوبې ګټلو لپاره اسټرالیايي لوبډله ۵۹۲ منډو ته اړتیا لري او په دویم اننګز کې یې لا هم ټول لوبغاړي په لوبه کې دي.

له دې مخکې د سویلي افریقا لوبډله په دویم اننګز کې له ۵۵۹ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

په دویم اننګز کې د سویلي افریقا دلوبډلې دوو لوبغاړو هاشم امله او اي بي ډویلرز و ځلېدل.

هاشم امله په دویم اننګز کې ۱۵۶ منډې او اي بي ډویلزر ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

داسټرالیا له لوري مېشل سټارک شپږ او مېشل جانسن څلور ویکټې واخېستې.

له دې مخکې د اسټرالیا لوبډله تر ۱۶۳ منډو جوړولو وروسته پویلین ته وګرځېده.

د اسټرالیا له لوري په لومړي اننګز کې میتهیوز ویډ ۶۸ او هیسټینګز ۳۲ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا له لوري په لومړي اننګز کې ډیل سټین څلور لوبغاړي او رابین پېټرسن درې لوبغاړي وسوځول.

له دې مخکې د سویلي افریقا لوبډله په لومړي اننګز کې له ۲۲۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

"د اسټرالیا او سویلي افریقا تر منځ د روانې سیالۍ لومړۍ دوې لوبې له پایلې پرته پای ته رسېدلې."

د جنوبي افریقا توپ وهونکي ونه توانیدل، چې د اسټرالیايي بالرانو د توپاني توپونو مخه ونیسي او یو په بل پسې وسوځېدل.

په لومړي اننګز کې بیا د جنوبي افریقا توپ وهونکي ډوپلیسي ډېره لوبه وکړه، نوموړي ۷۸ منډې جوړې کړې او لا هم ونه سوځېد.

د اسټرالیا له لوري په لومړي اننګز کې ناتن لیون درې، خو سټارک او جانسن دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

د جمعې په ورځ پیل شوي ټیسټ لوبه کې سویلي افریقا ټاس (پچه) وګاټه او لومړی یې د توپ وهلو پرېکړه وکړې وه.

د اسټرالیا او سویلي افریقا تر منځ د روانې سیالۍ لومړۍ دوې لوبې له پایلې پرته پای ته رسېدلې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>